کور / تازه خبرونه / د پاکستان د حکومت او طالبانو خبرې وځنډيدې

د پاکستان د حکومت او طالبانو خبرې وځنډيدې

اسلام اباد: دتهران راډيو د خبر له مخې دپاکستان د طالبانو تحريک مومندو ایجنسۍ کې د ایف سي ٢٣ سرتيري وژلي دي په مومندو ایجنسۍ کې د طالبانو د تحریک مشر عمر خالد خراساني رسنيو وویل دوي هغه درې ویشت ملیشه يي عسکر ووژل چې له دوی سره بنديان ول .خراساني بیګا ماسخوتن دغه پیغام رسنیو ته ولیږه.دغه عسکر د دوه زره لسم کال په جون میاشت کې له شونګړې پوستې نیول شوې وو. عمر خراساني وویل چې دوي دغه ملیشه يې سرتيري يې د خپلو کسانو د غچ په توګه وژلې دي له بله خوا د حکومت او ځ طالبانو تر مینځ پ خبرو اتروکې حکومتي مرکچي پلاوي وویل په داسي حال کې چې طالبان امنیتي ځواکونه وژني ، له دوي سره د خبرو اترو دوام کومه معنی او مفهوم نلري .دغه پلاو وايي طالبان باید د ۲۳ ملیشه ځواکونو د وژلو په باب ځواب ووايي په يو بل پرمختگ کې د پاکستان د طالبانو دسولې دکمیټۍ دمشرمولانا سمیع الحق مرستیال مولانا یوسف شاه ددرویشتو(۲۳) حکومتي عسکرو د وژلو په باره کې دطالبانو په ادعا اندیښنه وښودله .هغه د پاکستان دطالبانو ډلې په لاس د امنیتي ځواکونو په وژل کیدا خواشيني وښودله او زیاته یې کړه مولانا سمیع الحق ژر ددغه حملې په باره کې دطالبانو ډلې له نامتو مشرانو او مرکچي کمیټۍ سره غونډه جوړوي.ټاکل شوي وه چې دپاکستان دحکومت او طالبانو ډلې استازي نن خپلو خبرو ته دوام ورکړي خو حاضردمه دغه خبرې ځنډول شوي دي . دپاکستان له طالبانو ډلې سره د خبرواترو لپاره حکومتي کمیټۍ نن په اکوړه خټک سیمه کې دطالبانو له کمیټۍ سره له کتنې بښنه غوښتی دی .