کور / تازه خبرونه / هلمند: ماين چاودني يو کروندګر وواژه درې زخميان دي

هلمند: ماين چاودني يو کروندګر وواژه درې زخميان دي

ددې ماين چاودنه د شنبې په ورځ د گرشك ولسوالى په ميرمنداب سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې څلورتنوكروندگرود خپلوكرنيزوځمكولپاره د اوبو وياله پاكوله چې په همدې وياله كې ځاى پرځاى كړى شوى ماين پر چاوديدلى دى.

د هلمند ولايت د چارواکو په وينا ددې چاودنې په پايله كې يو کروندګر شهيد اودرې نورټپيان شوي دي.

همدا راز د شنبې په ورځ ماښام مهال يوبل ماين د گرشك د امنيه قوماندانۍ مخې ته ځاى پرځاى كړى وچې د چاودنې په پايله كې كوم زيان نه لري.

د هلمند ولايت مقام د دواړو ماينونو پړه پر طالبانو ور اچولې ده او دغه عمل يې په سختوټكوغندلی،.
تر اوسه کومي ډلي ددغو چاودنو مسوليت نه دی منلی، په وياله کي د ماين په اړه خو داسي فکر هم کېږي چي ښايي د پخوانيو کلونو څخه به دلته پاته وو.