کور / هراړخیز / ولي په جګړه کي ملکي وګړوته زيات تلفات اوړي

ولي په جګړه کي ملکي وګړوته زيات تلفات اوړي

افغانستان هغه کړيدلی، زوريدلی اونړيدلى هيواد دي چي دڅو لسيزو راهيسي د جنګ مور پکښي لنګه سوې ده او بېلابېل ناوړه او بې رحمه قاتل بچي ئې زېږولي دي.چي هغه اوس ټولو افغانانو ته څرګند دي چي دا بې رحمه او قاتل بچي څوک دي.
په تيرو يولسو کلونو کي په افغانستان کي بېلابېلوکړيو په يوه او بل نامه دجګړې بهير تود ساتلي دي خو په دې جګړو کي ترهر چا ملکي وګړوته زيات تلفات اوړي کله يو ډلي ملکي وګړي په نښه کړي وي او کله بلي ډلي ملکي وګړي په نښه کړي وي اودملکي وګړوڅخه خوږ او شرين ژوند اخلي. څنګه چي جګړه په تمامه مانا باندي هميشه دخلکودانساني حقوقو دنقص لامل ګرځي دهغوي حقوق ترپښو لاندي کېږئ يعني جګړه ويراني ده په دې وروستيو کي خصوصآ په سهيل لوديځه حوزه کي دملکي تلفاتو کچه لوړه سوې ده.
اول خو د انسان د ژوند اخستل کېدل د اسلامي اصولو،مقرراتو،موازينواو احکامو له نظره او دنړيوالو قوانينو له نظره په دواړو کي مدود او حرام دي هيڅوک ددې حق نه لري چي دبيګناه انسان څخه ژوند واخلي ،خو بدبختانه په افغانستان کي ترهرڅه زيات ملکي وګړو ته تلفات اوړي او هميشه ئې دسړک د دغاړي د ماينو ښکار ګرځيدلي وي پوښتنه دا ده چي که د لويو لارو پرسر بمونه پر ملکي وګړو پټاوېږي او هغه کړۍ دا ادعاکوي چي موږ خپل مخالف لوري ته بمونه ايښي وه اوس پوښتنه دلته راجيع کېږي چي د ښار په زړه ګڼه ګوڼه اودملکي خلک په مېلوکي ولي داسي پيښي کېږي چي هغه يوازي ملکي وګړو ته پکښي مرګ ژوبله اوړي موږد دا ډول کړنوڅخه دا فهمولاي سو چي په افغانستان کي ګاونډي هيوادونه اونړيواله ټولنه قصدآ دا کار کوي چي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي. په دا ډول پيښو کي د دوي شخصي ګتي موجودي دي ترڅو دافغانستان د ملکي وګړو دسر په بدله کي دوي خپلو ګټو ته ورسېږي.
اوسمهال په سهيل لويديزه حوزه کي د ملکي وګړو دمرګ ژوبلي پيښي زياتي سوي دي او هره ورځ داسي رپوټونه خپرېږي چي دسړک دغاړي په ماين چاودنه کي په لسونه مليکان شهيدان کېږي.دهغه ترڅنګ په ښار کي دګڼه ګوني په ساحه کي هم دافغانستان دخلکو ددښمنانو له خوا څخه په بيلابيلوډولوباندي چاودني کېږي ځيني سياسي شنونکي هم دا خبره تائيدوي چي ګواکي دملکي وګړو په مرګ ژوبله کي د باندنيان لاس لري او دا کار د دوي په خوښه سره ترسره کېږي .
دافغانستان حکومت اومخالف لورى ‎بايد دملکي وګړو مرګ ژوبلي ته زياته پاملرنه وکړي او نور دملکي وګړو مرګ ژوبلي ته دپاي ټکي کښيږدي او که همداسي دوام ورکړي لکه څنګه چي اوس روان دي نو په راتلونکي کي به نه يوازي دافغانستان روان امنتي حالت ته ستر ګواښ پيښ کړي بلکي هغو کړيو ته به هم ستر زيان ورسوي کوم چي په دا ډول پيښو کي لاس لري.
په درنښت
ثناءالله مخلص ارمان کتابتون