په خوست ولايت کې زياتره داسې پروژې شتون لري، چې رغونې ته سخته اړتيا لري، ولسونو يې هم په وار وار سره له مرکزي وزارتونو او اړونده ادارو غوښتنې کړې دي،چې بايد دغه پروژې په سم او معياري ډول سره ورغول شي،خو په دې کې اړونده وزارتونه او ادارې پاتې راغلي دي، هغه مهمې پروژې له سترو خنډونو سره مخامخ دي،چې په دې ولايت کې د ولسونو ورته سخته اړتيا ليدل کيږي، که چيرې د دغو پروژو کارونه هغه مهال بشپړ شوي وه ، نو دا وخت به په دې ولايت کې له دې هم زيات په هره برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شوې وه.
تيره ورځ د دغو مهمو پروژو د کارونو د بيا پيل او رغونې په اړوند ددې ولايت والي عبدالجبار نعيمي د امريکا متحده ايالاتو له استازو سره ليدنه ترسره کړي، او د دغو مهمو پروژو يادونه يې کړې ده،چې بايد دغه پروژې ورغول شي، ددې پروژو څخه د خوست او ګرديز د لويې لارې د ٢٥ کيلو مترو پاتې برخې د جوړيدو د کارونو تکميل،ددې ترڅنګ د غلام خان بندر د تاسيساتو ترانزيټ، چې د خوست مېشتو او ان د ټول هېواد د وګړو لپاره سترې اسانتياوې رامنځته کولى شي،او دې ورته د نورو اساسي پروژو د تطبيق غوښتنه وه،په ليدنه کې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې معاون د خوست ولايت مشر تابه ته دا ډاډ ورکړ، چې په درې اونيو کې به د خوست او ګرديز تر منځ د لويې لارې د ٢٥ ميترو پاتې برخې د جوړيدو چارې به پيل شي، او ددې تر څنګ يې په خپلو خبرو کې ددې ژمنه هم کړې ده، چې د نورو پروژو د تطبيق په برخه کې به هم کوښښ کوو، ترڅو دغه پروژې په اساسي ډول سره ورغوو څو د اړونده ولايت د ولسونو ستونزې له منځه يوړل شي او دا ولايت لا هم په خپله غيږه کې پرمختګونه وکړي.
د خوست والي دغه غوښتنه په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې ادارې د معاون جميز هوپ د امريکا د سفارت د ديموکراسۍ او حکومتدارۍ د څانګې له مشرې جيسکا زمان او د سياسي چارو له کارپوه مارلين څخه کړې ده ،چې بايد په دې ولايت کې دغو مهمو پروژو باندې کارونه پيل کړي څو دلته د مرکز او ولسواليو د ولسونو ستونزې تر يوه بريد حل شي.
په دې ولايت کې پخوا هم د نړيوالې ټولنې په مرسته او همکارۍ زياتې مهمې او ولسي پروژې پلي شوې دي،چې په پلې کيدو سره يې په دې ولايت کې زياتره ستوتزې له منځه تللې دي، خو لا هم بايد نړيواله ټولنه ددې ولايت مهمو پروژو ته پاملرنه وکړي، څو دغه پروژې هم په منظم ډول سره ورغول شي ،ځکه په دې ولايت کې د دغو پروژو رغونې ته اړين ضرورت ليدل کيږي ، که چيرې ورغول شي ،نو په دې ولايت کې به له يوې خوا هر څه پرمختګ وکړي ، او بل لورې ته به د خوست مېشتو ټولې هغه ستونزې او ننګونې چې دا وخت يې په مخه کې لري ليرې کړل شي، او ددې ترڅنګ به دغه ولايت لا هم پراخه او مهم وبلل شي ، د غلام خان بندر تاسيساتو پروژې په رغونې سره به د ټول هېواد تجاران وکولى شي چې د پاکستان هېواد څخه په ډېرې اسانۍ سره مالونه راانتقال کړي او ددې لارې به خپل تجارت او راکړې ورکړې ته نور هم پراختيا ورکړي.