کراچۍ: دبي بي سي دخبرله مخې نن بيا په کراچۍ کې د نیمه پوځي ځواک ‘رینجرز’ پر ګاډي یوه ځانمرګي برید شوې چې له امله يې درې سرتېري ټپیان شوي دي.د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د دغه ښار په کورنګي قیوم اباد سیمه کې دغه برید شوی.د پولیسو یوه ځايي افسر په وینا د امنیتي ځواکونو د یو افسر ګاډی له قیوم اباده ډیفینس سیمې ته پر لاره و، چې پرې ځانمرګی برید وشو.د نوموړي په وینا په ظاهره داسې معلوميږي، چې برید ګر پلي و او د پېښې له ځایه د بریدګر بدن غړو سره یو لاسي بم هم موندل شوی.برید پایله کې د دریو کسانو ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړ او ټپیان یې نږدې پوځي روغتون ته ولېږدول.تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.دوو پرله پسې ورځو مودې کې دا دویم برید دی، چې کراچۍ کې پر امنیتي ځواکونو ترسره کېږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه