د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د سیالیو په لړ کې نن د زابل ولایت په مرکز کلات کې د دوو کاندیدانو عبدالرب رسول سیاف او ډاکتر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډی جوړي شوي
پدغو غونډو کې چې د زابل له مرکز او ولسوالیو څخه لسګونو کسانو برخه اخیستی و ګډونوالو یې د خپلو کاندیدانو په ملاتړ شعارونه ورکول او وایي چې په راتلونکو ټاکنو کې به ورته رایه ورکړي
د ډاکتر عبدالله عبدالله د غونډې ګډونوالو ټینګار کوی چې د دوي کاندید په اوسنیو شرایطو کې د هیواد د سولې او ثبات لپاره ښه پلانونه لري او که بریالی شي نو هیواد به د سوکالۍ خواته ولاړ شي.
بلخوا بیا د عبدالرب رسول سیاف کمپاین کوونکي وايي چې توانیدلي په زابل ولاتی کې د خپل کاندید لپاره پراخ ملاتړ راجلب کړي.
دوي زیاتوی چې په نننۍ غونډه کې د زابل له بیلابیلو ولسوالیو څخه خلکو ګډون درلود او له سیاف څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
د عبدالرب رسول سیاف د غونډې یو ګډونوال وایي:
د یادولو وړ ده چې تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو ټاکنیز کمپاینونه یواځي د زابل ولایت تر مرکز کلات پوري محدود پاته شوی دی او ولسوالیو ته نه دي غځيدلی.
تر دې مخکي په کندهار کي هم د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ د کمپاین په موخه غونډه سوې وه.