کور / تازه خبرونه / هلمند: په وسله واله نښته کي طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هلمند: په وسله واله نښته کي طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په هلمند كې د وسله والې نښتې په ترڅ كې نهو تنو وسله والو بريدګرو ته مرگ ژوبله واوښته،دا خبره نن د هلمند لايت مطبوعاتي دفتر په خبرپآڼه کي کړېده.
د خبرپاڼي له مخي دغه نښته د پنجشنبې په شپه د مارجې ولسوالۍ اړوند د تريخ ناورپه سيمه كې
هغه مهال د پوليسواو وسله والو طالبانو ترمنځ رامنځ ته شوه كله چې وسله والو د پوليسوپريوه امنيتي پوسته وسله وال بريد وكړ.
په دې ترڅ كې پوليسوپه ځوابي بريد لاس پورې كړچې په پايله كې يې پنځه تنه بريدګر وژل شوي اوڅلورنورټپيان شوي دي.
د هلمند د چارواکو په وينا په دې نښته كې دوه پوليس هم سرسري ټپيان شوي اود طالبانو يوتن مړى اويوميل
كلاشينكوف پوليسوترلاسه كړي دي.
طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.