کور / تازه خبرونه / په پنجوايي كي ٢ښوونځي بيرته پرانيستل سول

په پنجوايي كي ٢ښوونځي بيرته پرانيستل سول

د کندهار د پوهني رياست په دغه ولايت کي د تړلو او نافعالو ښوونځيو د بيرته فعالولو په تړاو د پيل سوو هلو ځلو په دوام تېره ورځ/ سه شنبه وتوانېد چي د پنجوايي ولسوالۍ په تلکان او زنګي آباد سيمو کي دوه بابه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بيرته پرانيزي.
پرانيستل سوي ښوونځي يو د تلکان کلي د ملا حسن نيکه منځنی ښوونځی او بل هم د زنګي آباد کلي د محمدالدين آغا د ګاراج ابتدائيه ښوونځی دی.
د کندهار د پوهني رياست تدريسي آمر محمدعوض نظري د دغو ښوونځيو د پرانيستني پر مهال رسنيو ته وويل چي ياد ښوونځي د تېرو اتو کلونو راهيسي د زده کوونکو پر مخ تړلي وو.
هغه وويل، د تلکان او زنګي آباد د کليو د سيمه يیزو مخورو او د پنجوايي د چارواکو په مرسته د کندهار د پوهني ټيم وتوانېد چي دغه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
ښاغلي نظري وويل، د اوس لپاره په دغو ښوونځيو کي شاوخوا زر تنه زده کوونکي د ديارلسو تنو ښوونکو له خوا زده کړي تر لاسه کوي، خو د ظرفيت د زياتوالي له امله به ډېر ژر نور زده کوونکي هم پکښي جذب کړي.
ده همدا راز وويل چي په يادو ښوونځيو کي به د نارينه زده کوونکو تر څنګ ښځينه زده کوونکي هم تر ابتدائيه کچي يا شپږم ټولګي پوري زده کړي کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخي، دم ګړی په پنجوايي ولسوالۍ کي د يوه دارالعلوم او د تجارت يوه ښوونځي په شمول شاوخوا ۱۸ ښوونځي فعال دي او د دې ولسوالۍ ۲۵ بابه ښوونځي لا هم د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.
نظري زياته کړه: “موږ هر کور ته د پوهي د ډېوې د رسولو په برخه کي د خپلو روانو هلو ځلو په پايله کي نن وتوانېدو چي د تلکان او زنګي آباد دوه ښوونځي، چي د ۲۰۰۴ مېلادي کال راهيسي تړلي وو، بيرته فعال کړو. موږ به د تړلو ښوونځيو دا ډول پرانيستنو ته دوام ورکړو او له قومي مخورو څخه مننه کوو چي زموږ سره يې په دې برخه کي پوره همکاري کړې ده. ”
د پوهني رياست تدريسي آمر وويل چي په تلکان او زنګي آباد سيمو کي غواړي د ښوونځيو محلي ټولګي هم پرانيزي. دغه محلي ټولګي په هغو کليو کي پرانيستل کېږي چي له ښوونځي څخه له دريو څخه تر لسو کيلو مترو پوري لېري وي، خو په هغه کلي کي دومره خلک دېره نه وي چي هلته د ښوونځي د ايجادولو ايجاب وکړي.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي د کندهار د پوهني له ادارې څخه مننه وکړه چي د دغي ولسوالۍ ټولو سيمو ته د تعليم د وړانګو د رسولو هڅي کوي.
نوموړي ژمنه وکړه چي د پوهني د ادارې او سيمه ييزو خلکو په مرسته به د پنجوايي د ټولو ښوونځيو د پرانيستني او فعالتيا په برخه کي هڅي رواني وساتي.
د يادوني وړ ده چي شاوخوا يو کال مخکي د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د چهل غور په نوم ښوونځی هم تر اوږدې فلجتيا وروسته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل سوی و.
په کندهار کي دا مهال ټول ټال ۴۹۳ بابه ښوونځي شتون لري، چي اوس يې د فعالو ښوونځيو شمېر له ۳۲۸ ښوونځيو څخه ۳۳۰ بابه ته لوړ سو.