زموږ وطن کی که څه هم بارانونه او واوری کیږی خو د هیواد په ډیرو برخو کی د دوبي په موسم کی پس له یوی لڼد ه مودی د اوبه څرک نه لیدل کیږی .دلته پښتنه را ولاړیږی چی څنګه کیدای شی هم باران او واورې وشی او هم د اوبه نشتوالی رامینځ ته شی؟. ځواب یی آسانه دی . اوبه بهیدونکی او واوری ایلی کیدونکی دي او د بهیدو په پایله کی را کمیږی او وچکالی رامینځ ته کیږی . اوبه د لوړو نه خورا په اسانی را ښکته کیږی او واورې د تودخی په نتیجه کی اوبو کیږی او له غرونو نه را کوزیږی . کله په سمه لارو، په ویالواوسیندونو ورګډ شی، او کله خپله لاره ورکوی او په نا سمو لارو او کوڅو او وچ سیندونو د قهریدلی سیلاونو په بڼه د طبیعی آفاتو لامل ګرزی.همدا سږکال په لس هاوانسانان یواځی د افغانستان په پلازمینه کی خپل ژوند دسیلاونو په نتیجه کی له لاسه ورکړل. بارانونه او واوری د یو هیواد طبیعی زیرمی ګڼل کیږی او که ځنی درست استفاده وشی نو نه یواځی دا چی د اوبو له کموالی نه تر ډیره حده مخنیوی کیږی بلکه له ډیروغیرضروري آفاتو نه هم په امن پاتیدی شی.
په هندوستان ،جاپان، چین او نور هیوادونو په کومو برخو کی چی د سیندونو اوبه د ښاریانو بسنه نه کوی، د بارانونو له اوبه څخه په ډیره کچه ګټه پورته کیږی .دوی د ودانیو لاندینی پوړی نه لاندی څمکو کی د اوبه مخزن کیندي ترڅو د بامونو څخه را څڅیدلی څاڅکی را جمع او خپل څښاک او د اوبه نور اړتیاوی پوره کړی .دغه هیوادونه د سیلاونو دلاری په اوږدو کی هم داسی بندونه کیندلي ترڅو یوه څاڅکی اوبه یی بی څایه نشی.د دغه راز کارونو د تر سره کولو لپاره مونږ ډیر پرمختللی او پیچلی تکنالوجی اوسازاو سامان ته اړتیا نلرو اوکه د کوم ساز او سامان اړتیا هم وی دغه ګرد سامان په هیواد کی دننه موندل کیږی.
دا چی پخوا د هیواد د وګړو شمیر کم وو ،په ډیر کم درمند د خلکو اړتیاوی پوره کیدی خو اوس چی یی نفوس په زیاتیدو دي، د زراعت په ډګر کی ډیر پرمختګونو ته اړتیا لیدل کیږی . ځینی داسی کړنی دي چی که مونږ لږ شان فکر نه کار واخلو نو پرته له دی چی له نورو څخه د علمی او مالی مرستی غوښتنه وکړو پخپله یی سرته رسوی شو او هغه د انسانی قوت او د هیواد په دننه کی د موجود انجنیران،تعلیم یافته، کارپوه او مسلکی اشخاصو اود شته ماشین الاتوڅخه په سمه استفادی او کارولو ممکن ګرزیدلای شی.مونږپه دی باور یو که افغانی انجنیرانوسره لږه مرسته ترسره شی د برق توربینونه او جنراټورونه چی د بریښنا د تولید لپاره کارول کیږی دننه په هیواد کی جوړولی شی . د یوی څیړنی مرکزپرانیستل چی د ملکی انجنیرانو لاسته راوړنی جاج وخلی او دا چی په څه ډول د دوی د اختراعاتو اولاسته راوړنی نه د نوروپروژوپه پلی کولو کی څنی ګټه واخستل شی د دی هدف د رسیدو دپاره ډیر ارزښناک رول لوبولای شی.
زمونږ پر سیندونو ګاوڼدیو هیوادونه مزی او چړچی کوی او مونږ له تندی نه مرو!. ولی داسی وشی ؟ سیندونه،بارانونه او واوری ژوندیو ته ژوند وربښی او له مرګه یی ژغوری خو برعکس مونږدپاره د بدمرغیو او مرګ لامل ګرزی. حالاتو ته په کتو سره یواځی د افغان ولس ویښتیابه اوتدبر، زحمت او تقوا کولای شی هیواد د پرمختګ پر لوررهی کړی. ترکومه پوری چی زه وییلی شم، د افغانستان سیندونو او ویالی په دری قسمونو ویشل کیږی.لمړی هغه سیندونه او ویالی چی مدام جاری وی .دویم هغه سیندونه او ویالی چی یوخاص موسم پوری اړه لری اوکله چی موسم ختمیږی اوبه هم وچیږی ،دریم هغه سیندونه چی ډیری وختونه وچ وی او اوبه پکی یواځی د سیلاونو په شکل لیدل کیږی . په دغسی سیندونو او ویالوکی هم د بندونو جوړښت ډیر ګټور تمامیدای شی .د هیواد په ډیرو برخو کی د بندونو د جوړیدو امکان لیدل کیږی. د بندونو په جوړیدوسره اوبه دننه په هیواد کی تمیږی. د بریښنا د تولید بندونه، د کبانو فارم،د ځمکو اوبوخور نظام،د بندونو په ارد ګرد کی د مختلفو نباتاتو وده، په وطن کی ملکی او بهرنی سیلانیانواوګرځندوی را جلبول ، په بندونو کی د ځنی فابریکی جوړول، د ګردبادونو کموالی چی د ناروغیوسبب ګرزی ټول هغه څه دی چی د هیواد د ځان ویساتوب لپاره اړین دي .
څنګه چی جوماتونه د خلکو په همغږی ، همکاری ، مالی مرستی،کار اوزحمت په نتیجه کی ودانیږی، وطنونه هم د وطنوالو په سرخندنی،قربانیو او کارباندی ودانیږی. البته پدی کی که دولتونه هم خپله برخه ادا کاندی نو کارونه نور هم پیاوړی او ګړنډی کیږی. د پخوا په سیرکه لاس تر ځنی کښینو اویواځی د پردیو څخه تمه وکو چی هرڅه راته برابره کړی،ښایی زمونږ دا هیلی به تر ډیره پوری د هیلی په بڼه پاتی وی او هیڅ سود ځنی لاسته را نه سی ،نو راځی چی لاسونه سره یو کړو ترڅو هیواد په خپلو لاسونو ودان اوخپلی ریښتینی او په حقه خوبونه حقیقت ته رانږدی کړو .
د یو سوکاله ،آباد،خپلواک، باعزت او پرمختللی افغانستان په هیله.
والسلام
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه