کور / تازه خبرونه / هلمند چارواكي: د نښتې په ترڅ كې لسو بريدگروته مرگ ژوبله واوښته

هلمند چارواكي: د نښتې په ترڅ كې لسو بريدگروته مرگ ژوبله واوښته

دغه نښته د دوشنبې په ورځ غرمه مهال ددې ولايت د نهرسراج په سيمه كې د كندهارهرات په لويه لاره هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې وسله والو وغوښتل د ملگروملتونواړوند د نړيوال خوراكي پروگرام د مرستوپه كاروان بريد وكړي.

په دې اړه د ملي اردوځواكونومعلومات ترلاسه اوله بريد څخه مخكې يې د وسله والوپه وړاندې غبرگون ښكاره كړچې په پايله كې يې درى تنه بريدگر وژل شوي او۷ نورټپيان شوي دي.

له طالبانو تر اوسه په دي هكله مالومات نه دي تر لاسه سوي خو چارواكي وايي په دې نښته كې د ملي اردوسرتيروته هيڅ ډول مالي اوځاني زيان نه دى اوښتى.