دکليو دبيارغونى او پراختيا وزارت ، د ملى پيوستون پروګرام يوولس پروژى پدى وروستيو کى د کابل په ولايت کى ګټى اخستنى ته وسپارل شوى
د کابل ولايت دملى پيوستون پروګرام دمسوولينو دوينا له مخى پدى پروژو کى په کليوالى سرکونو باندى شګى اچول او داوبو رسولو دشبکو جوړول شامل دى .
يادى شوى پروژى په دى وروستيو کى د کابل ولايت د پغمان ، ده سبز، چهارآسياب او موسهى په ولسواليو کى د ١٣ ميليونو٤٠٠زره افغانيو په لګښت دملى پيوستون پروګرام له بودجى نه بشپړى شوى او١٩٠٤کورنۍ ترينه ګټه اخلى.