کندهار والي نن په ولايت مقام کي يوې جوړي سوي غونډي ته د خبرو پر مهال وويل، د لوړو زده کړو لپاره بهرني بورسونه به هغه زده کوونکي ترلاسه کوي چي حقدار يې وي.
هغه مجلس چي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي، د پوهني رئيس، د کندهار د لېسو امرينو او د دولسم ټولګيو نارينه او ښځينه ممتازو زده کوونکو پکي برخه لرله، بهرنيو هيوادونو ته د بورسونو له لاري د لوړو زدکړو لپاره د زده کوونکو د لېږلو په موخه جوړه سوې وه.
کندهار والي غونډي ته د خبرو پر مهال وويل، دوست هندوستان هيواد د نورو برخو تر څنګ د زدکړي او تعليم په برخه کي له کندهار سره ځانګړي مرستي کوي چي له جملي څخه يې اوسمهال د بېلابېلو پوهنځيو لپاره پنځه ويشت بورسونه راغلي چي په خبره يې د يوې ازادي سيالۍ په ترڅ کي به هغه زده کوونکوي ورته وټاکل سي چي په درسونو کي يې زياتي هلي ځلي او زحمت ايستلی وي.
کندهار والي يادونه وکړه چي ولايتي ادارهتر ډېرو هلو ځلو وروسته د کندهار د زده کوونکو لپاره د بهرنيو بورسونو چانس برابروي خو ډېری زده کوونکي بهرنيو هيوادونو ته تر تګ لږه موده وروسته درسونه نيمګړي پرېږدي او بېرته راځي چي په دې توګه نه يوازي په خپل حق کي ظلم کوي بلکي د نورو مستحقو کسانو پر حق هم پل ږدي.
کندهار والي ټينګار وکړ چي تر دې وروسته به بهرنيو هيوادونو ته د بورسولو له لاري ټول کسان د يوه تعهد له مخي لېږل کېږي.
ښاغلي والي وويل، که چيري د بهرنيو بورسونو پر مهال ښځينه زده کوونکو ته زياته ونډه ورکړل سي، له يوې خوا به په ټولنه کي له لوړو زدکړو څخه د ښځينه فارغينو کچه ډېره سي او له بلي خوا به په مېرمنو کي له لوړو زدکړو سره مينه او علاقه هم زياته سي.
د غونډي برخه والو د کندهار والي هغه هلي ځلي چي د بهرنيو بورسونو د ترلاسه کولو او په دې برخه کي د شفافو او ازادو سياليو په برخه کي يې تر سره کړي وستايلي او يادونه يې وکړه چي تر دې وړاندي د بهرنيو هيوادونو لپاره د بورسونو پروسه ډېره ستونزمنه ځکه وه چي هر زورواک به هڅه کوله چي خپل کسان ولېږي او په دې توګه به مستحق او با استعداده کسان نه هيلي پاته کېدل.