کور / تازه خبرونه / زابل: په اوه ولسوالیو کې قاضیان او څارنوالان نشته

زابل: په اوه ولسوالیو کې قاضیان او څارنوالان نشته

دزبل مرستیال او سرپرست والي محمدجان رسولیار رسنیو ته دخبرو پرمهال وویل چي تراوسه پوري ددې ولایت په اوه ولسوالیو کې قاضیان اوڅارنوالان نشته او دنوموړي په خبره څو څله يې داړوندوچارواکوسره خبري کړي ترڅو په اړوندو ولسوالیو کې خپلي څانګي پرانیزي خو تردامهاله پوري داکار ندی شوی.
ښاغلی رسولیار وايي چي دخاکي افغان څخه پرته يې په ټولو ولسوالیو کې امنیت دډاډ وړدی اوهلته ددوی ملکي او نظامي چارواکي خپلې دندې پرمخ وړي.

پرهمدې مهال ددې ولایت یوشمیر اوسیدونکي په ولسوالیو کې دعدلي او قضايي ارګانونو نشتوالي دخلګ پرمخ یوه لویه ستونزه بولي، دوی وايي چي ډیری وخت دوی دخپلو ستونزو دحل کولو دپاره دمرکز کلات ښار ته راځي او دولت باید په ټولو ولسوالیو کې عدلي او قضايي ارګانونه فعال کړي.

خو ددې ولایت داستیناف څارنوالۍ ریس ښاغلي عبدالغفار دتلیفون پرکښه یاده ستونزه مني او زیاتوي چي دناامنیو او دمعاش دکموالي لکبله ددوی کارکوونکي زړه نه ښه کوي چي په لیرو پرتو ولسوالیو کې دندې پرمخ یوسي.
يو شمېر نور بيا د زابل امنيتي چارواکي په فساد تورنوي او وايي چي د رشوت په بدل کي قانون تر پښو لاندي کوي ،

يوې مېرمني لراوبر ته د تيلفون پر ليکه وويل چي زوی يې د لين د موټر موټروان و، (رحمت الله ) په دې تور يوه نيمه مياشت په زابل کي زنداني دی چي يوه سپرلي يې غلا کړېوه او بيا دغه د لين موټر ته ختلی و.
ياده مېرمن وايي غل مني چي د لين په موټر کي يې له سيمي پښې ايستلې او موټروان هم وايي په ژوند يې دا کس نه ليدلی و نه يې پېژانده.
خو چارواکي يې اوس د زوی ازادېدو د پاره شپږ سوه زره افغانۍ رشوت غواړي او کنې نو په ۱۶ کاله قيد به محکوم سي.
زابل دافغانستان په سهیل کې پروت غرنی ولایت دی چي دګاونډی هیواد پاکستان سره ۶۴ کیلومتره ګډه پوله لري ، دمرکز کلات ترڅنګ ۱۰ ولسوالی لري چي خاکي افغان يې دتیرو ۶ کلونو راپدېخوا ددولت دوسله والو مخالیفینو ترولکه لاندي ده.