دغه ټکى په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيايي ادارې USAIDمعآون جميز هوپ دخوست والي عبدالجبارنعيمي سره په پلازمينه کابل کې ديوې ځانګړې ليدنې پرمهال څرګند کړ.
خوست والي عبدالجبارنعيمي په دغه ليدنه کې دامريکا دمتحده ايالاتو دحکومت اوخلکو له ټولو هغه مرستو څخه مننه وکړه چې دخوست دپرمختګ اوبيارغونې په برخه کې يې کړې دي ،خوست والي وويل دخوست ګرديز لويه لاره په سياسي ،تجارتي ،اقتصادي او امنيتي لحاظ دټول هېواد لپاره ډيره مهمه ترانزيټي لاره ده چې تراوسه پورې يې دجوړيدو چارې بشپړې شوې نه دي چې دغه کار دخوست او پکتيا ولايت ولسونه اندېښمن کړي دي.
عبدالجبارنعيمي دUSAIDله معآون جميز هوپ وغوښتل ددغه لويې لارې د٢٥کيلومتره پاتې برخې دجوړيدو دکارونو دتکميل په برخه کې ورسره مرسته وکړي.همداشان په دغه ليدنه کې په خوست ولايت کې ديوشميرنورو اساسي پروژو دتطبيق غوښتنه هم وشوه.
دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيايي ادارې معاون جميز هوپ په دغه ليدنه کې وويل چې درې اونۍ وروسته به ددغه لويې لارې دپاتې ٢٥کيلومتره دجوړيدو چارې پيل او ژربه يې تکميل کړي.دنورو پروژو دتطبيق په برخه کې يې دخوست دادارې او ولسونو سره دهمکارۍ او مرستې ژمنه هم وکړه.