خوست والي عبدالجبارنعيمي دغه غوښتنه په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې ادارې دمعاون جميز هوپ دامريکا دسفارت دديموکراسۍ اوحکومتدارۍ دڅانګې له مشرې جيسکا زمان اودسياسي چارو له کارپوه مارلين سره په هغه ليدنه کې په ډاګه کړه چې په پلازمينه کابل کې ترسره شوه.
عبدالجبآرنعيمي دخوست دادارې او ولسونو په استازيتوب دامريکا له حکومت ا وخلکو مننه وکړه چې په تيرو کالونو کې يې په ياد ولايت کې په بېلابېلو سکتورونو کې داسې ګټورې مرستې کړې دي چې دخوست دپرمختګ او بيارغونې په ډګر کې به تل ياديږي .خوست والي زياته کړه چې له شويو مرستو څخه دخوست ولسونه خوښ او منندوى دي.
نوموړي په دغه ليدنه کې وويل چې په خوست کې امنيتي حالت ډاډمن او دهرډول پرمختګ اوبيارغونې لپاره زمينه مساعده ده ،دامريکا دنړيوالې پرمختيايي ادارې څخه يې وغوښتل چې په خوست کې دهغه بنسټيزو پروژو په تطبيق کې ورسره مرسته وکړي چې ددغه ولايت ولسونه يې له دولت اونړيوالو مرسته کوونکو څخه دتطبيق غوښتنه کوي.
همداشان په دغه ولايت کې دسيکا ياپه کليدي ساحاتو کې دثبات دپروګرام او CCIيآ دټولنې نښلونکي ادارې دمرستو او فعاليت په اړه هم هراړخيز بحث وشو ،خوست والي وړانديز وکړ چې ديادو مرسته کوونکو ادارو کړنې اوفعاليتونه بايد دخوست نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.
دUSAIDمعآون جميز هوپ په خوست کې دشوي پرمختګ ،لاسته راوړنو او اغيزمنو کړنو څخه ستاينه وکړه ،دخوست موقعيت او اهميت يې دپام وړ ياد کړ ،نوموړي وويل چې په خوست کې داساسي پروژو دتطبيق په برخه کې به دپلان سره سم مرسته وکړي خو دسيکا او دټولنې دنښلونکې ادارو مرستې اوپروګرامونه به دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې سره دمشورې اوهمغږۍ په چوکاټ کې ددغه ولايت نورو ولسواليوته وغځوي.
ديادونې وړ ده چې په دغه ليدنه کې دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې دانسجام اوبرنامو درياست رئيس محمد ناصر پيګار هم حضور درلود.