د هلمند څخه په رارسېدلي خبر کي ويل سوي چي لومړۍ پيښه د يكشنبې په ورځ مازديگرمهال د نادعلي ولسوالۍ شمال لوري ته هغه مهال رامنځ ته شوې كله چې درو وسله والو غوښتل د سړک غاړي ماين ځاى پرځاى كړي چې همدا خپل ماين يې پرې چاوديدلى اودرى واړه ځاى پرځاى وژل سويدي.
د هلمند د والي وياند په وينا بل لورته په همدې ورځ د نهرسراج په باوري سيمه كې يوې ۱۵ كسيزې وسله والي ډلې غوښتل د ملي اردوپه گزمه وسله وال بريد وكړي چې د ملي اردوله غبرگون په نتيجه كې يې درى تنه وژل شوي اوپنځه نورټپيان شوي دي.
د چارواکو په وينا په دې پيښه كې د ملي اردوسرتيروته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى اوپاتې ترهگرپه تيښته بريالي شوي دي.