پېښور:د خیبر پښتونخوا چارواکو په پیښور کې څه باندې پنځو لکو ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي د واکسین ورکړي دي په پیښور ښار کې د ماشومانو د ویکسنیشن دویمه دوره د دولس زرو رضاکارانو په مرستې او ترسختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شوه.په دې پروګرام کښې پنځه لاکه او یوویشت زره ماشومانو ته د ګوذڼ یا پولیو له ناروغۍ نه د خوندیتوب څاڅکي او ویکسین ورکړی شول.د ځايي چارواکو په وینا د ویکسنیشن د مرکزونو او کارکونکو د امنیت د ساتنې لپاره د پولیسو پنځه زره ځواکونه ګمارل شوي وو.د پاکستان پولیس وايي په تیرو دولسو میاشتو کښې په دغه هیواد کښې ماشومانو ته د ویکسین د ورکولو پرمهال ۲۰تنه کارکونکي او رضاکاران دوسله والو په لاس وژل شوي دي.