کور / تازه خبرونه / سرتاج :پاکستاني طالبانو سره مذاکرات پېچلې مسله ده

سرتاج :پاکستاني طالبانو سره مذاکرات پېچلې مسله ده

اسلام اباد:په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړې وزیر نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز ويلي دي ،که په پکستان کې افغان کډوال دافغانستان په ټاکنوکې برخه اخلي اسانتياوې ورته برابرولې شوبله د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ګډوډلو لپاره به خپله خاوره د افغانستان پر ضد کارولو ته پرې نه ږدو.نوموړي همدا راز زياته کړه چې ، د پاکستان حکومت په افغانستان کې د کومې ډلې يا ګروپ پلوي نه کوي او په خبره يې، طالبان دا توان نه لري،چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هېواد کې خپل حکومت جوړ کړي.نوموړي دا څرګندونې د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د سييمه ييزې سولې د انسټيټوت له خوا د پاکستان، افغانستان او چېن د وضعيت په اړه جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې او ویي ویل،په تېرو اوو اتو مياشتو کې د پاکستان او افغانستان په دوه اړخيزو اړيکيو کې ښه والى راغلى دى او همدا راز له کله چې د پاکستان حکومت افغان حکومت ته ډاډ ورکړى، چې موږ په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې يا ګروپ ملاتړ نه کوو،نو د افغان حکومت له خوا د پاکستان ضد څرګندونو کې کمى راغلى دى.نوموړى همدا راز وايي، په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوي او د سوداګرۍ د لا ودې په موخه به په نزدې راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرئ د وزيرانو ترمنځ په اسلام اباد يا کابل کې غونډه جوړه شي.سرتاج عزيز همدا راز وويل، له پاکستاني طالبانو سره مذاکرات يوه پېچلې مسئله ده او په خبره يې، د پاکستان مخکينيو حکومتونو هم له وسله والو سره د سوات امن معاهدې په ګډون ٧ معاهدې وکړې، چې يوه يې هم کاميابۀ نه شوه.په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چېنوموړي د جنورۍ په ٢٧مه په امريکا کې ويلي وو، طالبان د حامد کرزي له حکومت سره خبرې کول نه غواړي او ښايي له انتخاباتو وروسته له نوي حکومت سره خبرې وکړي.