کور / تازه خبرونه / دپاکستان له طالبانو سره خبرې بشپړې شوې

دپاکستان له طالبانو سره خبرې بشپړې شوې

پېښور:د پاکستان د طالبانوتحريک له لوري له حکومت سره د سولې خبرو اترو لپاره د ټاکل شوي پلاوي يو غړى د جماعت اسلامي د پښتونخوا څانکې مشر پروفيسور ابراهيم او ، د جمعيت علماى اسلام (س) د مشر سميع الحق استازيتوب، دنوموړي گوند يو لوړ پوړى چارواکى مولانا يوسف شاه له طالبانو سره د مخامخو سلا مشورو په موخه شمالي وزيرستان ته تللي وو بيرته پېښور ته راورسيدل . دغه دواړه کسانو رسما” له طالب مشرانو سره وکتل . د دوى او دطالبانود شورا د استازو، ترمنځ خبرې بشپړې شوې . وزيرستان ته د دغه پلاوي د ورتگ لپاره د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يوه چورلکه برابره کړې وه په خبرو کې طالبانو يوشمير غوښتنې وړاندې کړي طالب قوماندانانو د بخښل کیدو او دهغوی په خلاف د تورنو او دوسیو د ختمیدو لیسټ وړاندې کړی دی .طالبانو ویلې دي: په قبایلي سیمو د امریکا د ډرون الوتکو د حملو دریدل ، د پاکستان په محکمو کې د شریعت اجرا ، په دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د زده کړې د اسلامي سسټم پلی کول، له زندانونو د طالب بندیانو پريښودل ، د امریکااو پوځ په بريدونو کې په قبایلي سیمو کې دورانو شویو سیمو بیا رغونه او د تاوان ورکول، د ځایی کسانو له خوا د قبایلي سیمو کنټرول، د دغه سیمو له پوستو د امنیتي ځواکونو وتل او دپوستو ختمول، او د طالبانو په خلاف د دوسیو ختمول دي داخبرې د شمالي وزیرستان په یوې نامعلومې سیمې کې ترسره شوې او دامريکا دبې پيلوټه الوتکو دپروازو نو له امله مرکچيانو دخبرو څايونه ژرژربدلول