کور / تازه خبرونه / پر امریکا د اولسمشر حامدکرزي اتکا کمه سوې

پر امریکا د اولسمشر حامدکرزي اتکا کمه سوې

پر امریکا د اولسمشر حامدکرزي اتکا کمه سوې”
د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو روسیې ته د ولسمشر په سفر او د سولې د پروسې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

محور:

محور ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي؛ پر امریکا د ولسمشر حامد کرزي اتکا کمه شوې ده.

په مطلب کې راغلي د المپیک د نړیوالو سیالیو په پرانستلو کې د ګډون په پلمه ولسمشر کرزی دا ځل په یوه متفاوت سفر روسیې ته تللی دی.

محور لیکلي دا سفر د افغانستان او روسیې د ولسمشرانو د یوې نوې لېوالتیا له مخې کیږي.

په مطلب کې راغلي، ولسمشر کرزی د امریکا له سیاستونو ستومانه شوی دی او اوس په سیمه کې د نویو باوري ملګرو په لټه کې دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د دې سفر په اړه لیکلي چې؛ ولسمشر کرزی به په خپل دې سفر کې له خپل روسي سیال ویلاديمیر پوتین سره هم وګوري.

په سرمقالې کې راغلي، دا سفر په داسې حال کې کیږي چې؛ روسیې هڅې پیل کړي، څو له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي.

هېواد لیکلي روسیې حتی په پوځي برخه کې هم له افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې ده.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان د سولې هڅې څیړلي دي.

ویسا لیکلي، امریکايي چارواکو ویلي چې، د ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د استازیو له وروستیو خبرو خبر دي.

په مطلب کې د سولې د عالي شورا د یوه چارواکي چې نوم یې نه دی خپور شوی له قوله لیکل شوي، دوی د دې مذاکراتو د نتایجو په تمه دي.

خو په مطلب کې راغلي، خو طالبانو دا پټې خبرې رد کړي او دا یې د دې ډلې پر ضد پروپاګند بللی دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې د ښاغلي کرزي او طالبانو د استازیو ترمنځ د پڼو خبر په اړه خپله سرمقالې لیکلي.

د سرمقالې لیکوال دې خبرو ته د شک په سترګه کتلي او پوښتنه یې مطرح کړې؛ په داسې حال کې چې د ولسمشر کرزي د حکومت څو میاشتې پاتې دي؛ له طالبانو سره د اړیکو د نیولو هدف څه کیدای شي.

د ملي ارمان د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې؛ ولسمشر کرزی غواړي له طالبانو سره د مذاکراتو اوازه خپره کړي او په دې توګه د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات وځنډوي.

ملي ارمان ورځپاڼې په داسې حال کې دا ادعا کړې چې؛ خپله ولسمشر کرزی څو څو ځلې ژمنه کړې چې؛ راتلونکي انتخابات به په خپل وخت کیږي.