د میدان وردګو والي د ولسونو د استازو به ملتیا په دغه و لایت کې د کابل ـ کندهار د لویې لارې د دوه طرفه کولو غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي،چې به ولسي جرګه او ولایتي
شورا کې د دغه ولایت استازو ملیتا کوله،د ټولګټو چارو له وزیر ښاغلي نجیب الله اوژن سره د لیدنې پرمهال په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ کندهار سړک د دوه طرفه کولو غوښتنه وکړه .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یادې ځانګړې لیدنې په ترڅ کې وویل : په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ کندهار سړک سور په ډېر کمه اندازه دی او له همدې امله وخت ناوخت په دغه لویه لاره د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
ده همدا راز زیاته کړه،که چېرې یاد سړک دوه طرفه شي،نو ښایي د یادو پېښو د رامنځته کېدو ترڅنګ په دغه لاره د تګ راتګ شته ستونزې په بشپړ ډول لمنځه ولاړي شي.
د میدان وردګو والي او د دغه ولایت یادو استازو همدا راز دجغتو ولسوالۍ د نیمګړي سړک د چارو د بیا پیل کېدو او همدا راز له مرکز څخه تر مرکزي بهسودو ولسوالۍ پورې د سړک جوړولو غوښتنه وکړه.
د ټولګټو چارو وزیر ښاغلي نجیب الله اوژن د خپلو خبرو پرمهال وویل: هغه څه،چې د دغه وزارت په سلاحیتونو کې دي،په بشپړ ډول به د دغه ولایت سره مرسته وکړي.
ده همدا راز د کابل ـ کندهار سړک د دوه طرفه کېدو په وړاندیز خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه،که د مالیې وزارت او یاهم کومه بله مرستندویه اداره ورسره مالي مرسته وکړي،نو د یاد سړک د جوړولو چاري به بيل کړي.
د میدان وردګو ولایتي شورا مرستیال حاجی محمد حضرت جانان د ټولګټو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ،چې د میدان وردګو،غزني،کندهار او په یاده لویه لاره نورو ولایتونو د استازو په ملتیا به د یاد سړک د دوه طرفه کولو په موخه د بودیجې په ترلاسه کولو هلي ځلي وکړي .