په یو غیر معمول اقدام کی لومړي ځل د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالی مقام کوچیانو ته د تذکرو ویشل پیل کړل.
پخوا به د ولسوالی مقام یوازي د دغه ولسوالي اوسیدونکو ته تذکري ویشلې خو وروسته تر هغه چې کوچیانو څو ځلی د ولسوالی د مقام سره غونډی وکړی نو اوس دوی هم کولای شي چی تذکري ترلاسه کړی.
د بالابلوک ولسوالی ولسوال ملاسیدمحمد وایې چې څو ځله یې د کوچیانو استازو ورسره غونډي وکړي او دوي د تذکرو د نشتون څخه یی سرټکاوه. د ولسوال په خبره د فراه ولایت د کلیو د پراختیا ریاست د ثبات پروګرام په همکاري سره یی دغه ستونزه د ولایتي چارواکو سره څو واره شریکه کړه چې په پایله کي د فراه ولایت مقام او د سر شمیرني اداري ورسره ژمنه وکړه چې د کوچیانو د ثبت کتاب به دغه ولسوالی ته ورکړي. د هغه په خبره اوس د کوچیانو د ثبت کتاب په ولسوالی کي موجود دي او کوچیان کولای شي ځانته تذکري واخلي.
باران چې د کوچیانو یو استازي دی او نوي تذکره یی په لاس کي ده وايي چی ډیر خوښ یم چی اوس مي تذکره ترلاسه کړي او د افغانستان اوسیدونکي شوم. هغه وايي مخکي یي چې تذکره نه درلود نو د ډیرو ستونزو سره به مخامخ وو. ځکه کله چې یوي سیمي ته تلي نو خلګو به ورته ویل چې ته افغان نه یی. باران وایي چې د تذکري په اخیستلو سره د رای ورکولو او نورو حقونو څخه هم برخمن کیدای شي.
د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالی کي کابو ۵۰۰۰ تنه کوچیان ژوند کوي چی تر اوسه یې د تابعیت تذکره نه وه اخیستی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه