کور / هراړخیز / د طبیعت راز

د طبیعت راز

الله پاک د طبیعت نظام په داسی ترتیب را مینځ ته کړی چی د هغوی پایښت او ژوند یوپر بل پوری تړلی ، او که د دغه نظام کوم کړﺉ وشلیږی نو پر نورو یی هم اثر پریوزی . زمونږ ګران هیواد افغانستان باندی د الله ج لخوا ډیری پیرزویینی شوی دی . افغانستان د ډیر ښکلی طبیعت په درلودلو سره ډول ډول ژوندیو ته چی په هغو کی ونی ،بوټی،واښه او ګلان هم دی ځای ورکړی دی. په ډیر تاسف سره چی په دی وروستیو کلونو کی زمونږ طبیعت ته د ډیرو جنګونو او نا خوالو له امله زښت تاوانونه اوښتی دی.ځنی ځنګلونه یی د دښمنانو لخوا سوځول شوی،ځینی یی اره شوی،اوځنی یی د ابو له نشتوالی ،امراض او نورو لاملونو په پایله کی له مینځه تللی دی .
ونی او ځنګلونه نه یواځی دا چی طبیعت ته ښکلا وربښی بلکه د ‌ژوندانه او د حیات په ښه والی کی ډیری نوری مرستی هم کولی شی .د بیلګی په توګه د سیوری زیاتوالی چی په نتیجه کی د ځمکی تودوخی کموی اود تبخیر د چټکوالی نه مخنیوی کوی ،د آکسیجن تولید چی د ژوندیو اساسی جز بلل کیږی، دسیلاونو مخنیوی،او د لاندینی ځمکی د ابو زیرمی زیاتوالی په توګه یادولی شو.که څه هم د ځینی افغان کډ والو په راستنیدوسره زراعت تر یو حده پوری ښه شوی، خو نه افغانان او نه مرستندویه ملکونه په دغه عرصه کی کوم د پام وړ کارونه تر سره کړی دی.دردوونکی خولا دا ده چی زمونږپر ځنګلونو اوس هم چور تالا له هری خواوی څخه راروانی دی او جنګی ډلی ټپلی هم چی ځانونه د افغانیت او اسلامیت ټیکداران بولی زمونږپر ځنګلونو نه رحمیږی . د افغانستان معاصر تاریخ ته یوه لڼده کتنه په نوم کتاب په یوه پاڼه کی د پاکستا نی سوداګروپه هکله داسی لیکی (بل ځای یی د پستی او شیرین بویی ریښی تر اصل پستی او شیرین بویی په دو چنده لوړ قیمت اخیستی چی په دی توګه د پستی او شیرین بویی ځنګلونه وچ شول). په نړی کی داسی هیوادونه هم شته چی اکثره برخو کی یی ځنګلونه په طبیعی توګه شتون لری .کله چی حکومتونه تصمیم نیسی د ځنګلونو یوه برخه لری کاندی لمړی خپلو خلکو سره مشوری تر سره کوی او د بدیل په توګه د هیواد په کومه بله برخه کی نیالګی کری. که ښاروال د ضرورت پر مبنا دی ته اړ شی چی د ښار له یوه څنډی څخه یوه او یا څو ونی لری کړی د ولس لخوا ډیرخڼډونو سره مخامخ کیږی آن تر دی چی خپل تصمیم نه په شا کیږی چی داپخپله دچاپیریال ساتنی په وړاندی د ولسونو د پوهاوی کچی ښکارندوی دي .
که زمونږد وګړی شمیر ۳۰۰۰۰۰۰ اټکل کړو او ددغه شمیر له نیمایو نه په کال کی د یوه نیالګﺉ د ایښیدو هیله وکړو نو په وطن کی به هرکال ۱۵۰۰۰۰۰ نیالګي زیاتیدای شی . د نورو هیوادنو اتباعو، نه یواځی دا چی پر هواریو بلکه پر غرونو باندی هم بوټی او نیالګی کری . د اوسنی چاپیریال د ککړتیا مخنیوی د پاره نیالګی ډیر زیات وڼده اخیستی شی. ا لله پاک فرمایی چی ستوري او ونی خپل رب ته سجدی کوونکی دی نو آیا د خپل رب په کوم نعمتونوبه درواغ کڼی. آیا له همدغه آیت څخه د وني اهمیت مونږ ته نه را څرکندیږی ؟ونی رب ته سجده کوونکی دی او هرهغه څوک چی د خدای د دغه نعمت د ایښیدو هڅه وکړی ورته لوی ثواب په برخه کیږی. د رسول صلی الله علیه وسلم یو حدیث ته مو هم پام اړوم چی له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چی وایی د مسلمانانو څخه به هیڅ داسی یو کس نه وی چی نیالګی یی ایښی وی ،تخم یی شیندلی وی او له دوی څخه انسانانو ،حیوانانو او مرغیو ته ګټه رسیدلی یی او د ته یی دهغه څه ثواب او اجر نه وی رسیدلی.
د هیواد سمسورتیا کی مونږهریو په مستقیمه توګه اویا غیر مستقیمه توګه ونډه اخیستی شو.هغه وروڼه او خویندي چی په وطن کی دي کولای شی چی خپلو کورونو ،باغونواوځمکو کی نیالګی وکری او د هیواده لری افغانان کولای شی خپل او خپلوانو سره د مادی مرستوپه ترسره کولو په دغه نیک عمل کی وڼډه واخلی.