کور / تازه خبرونه / پكتيكاپوليس: ترټاکنو به دټولو مرکزونه امنیت خوندي شي

پكتيكاپوليس: ترټاکنو به دټولو مرکزونه امنیت خوندي شي

د پكتيكا ولايت چارواكي وايي کاندیدان کولای شي دپکتیکا په ټولو ولسوالیو کې ټاکنیزې مبارزې مخته یوسي، او ترټاکنو به دټولو مرکزونه امنیت خوندي شي

د چارواكو په وينا په پکتیکاکې دټاکنو دټولو ۲۶۶ مرکزونو څخه ۷۹ یې ترلوړ، ۷۳ تر متوسط او۱۰۱ مرکزونه یې ترټیټ تهدید لاندي دي.
امنيتي مسولين وايي زموږ ټول افغان امنیتي ځواکونه اوس مهال ګډ عملیات ترسره کوي، څو دټاکنو تر ورځې پورې هغه مرکزونه چې ترلوړ تهدید لاندي وي، متوسط تهدید او هغه مرکزونه چې تر متوسط تهدید لاندي وي، ټیټ تهدید ته راولي.
درايې ورکولو په ورځ به زموږ د۴۲۳۰ په شاوخواکې ځواکونه چې ملي اردو ، ملي،سرحدي،سیمه ایز، اودعامه نظم پولیس په کې شامل دي، دټولو مرکزونو امنیت پوره وساتي، اوخلک به وکولای شي، بې له کومې امنیتي ستونزې رایې ورکړي.
دپکتیکا دمرکز ښرنې په ګډون یوشمېر نورې سیمې چې په تېرو ټاکنو کې یوڅه نا امنې وې، اوس په کې سیمه ایز پولیس ګومارل شوي، اوامنیت یې پوره تامین دی.
له بلې خوا ځینو رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي، چې ګواکي دولسمشرۍ نوماندان یوازي په ښرنه، ارګون اوخېرکوټ کې کمپاین کولای شي، خو دپکتیکا امنیه قوماندان او نور امنیتي مسؤلین ددوی دغه خبر بې اساسه بولي.
کاندیدان کولای شي، دپکتیکا په ډېرو ولسوالیوا وحتي ټولو ولسوالیو کې دکمپاین مرکزونه پرانیزي، او یاهم له کومي امنیتي ستونزې پرته ټاکنیزې مبارزو ته دوام ورکړي.