کور / هراړخیز / په خوست کې اسلامي مرکزونه!!

په خوست کې اسلامي مرکزونه!!

د اسلامي مرکزونو په ډېريدو سره له يوې خوا په ټولنه کې د خلکو پوهه په اسلام او نورعلومو کې پراختيا پيدا کوي، او له بلې خوا ټولو مسلمانانو ته دا موکه په لاس ورځي ، څو په خپل نيږدې اسلامي مرکز کې په ملا امام پورې په جمع لمونځ ادا کړي چې ثواب يې بغير له جومات لمونځ څخه څو چنده زيات دي ، ددې تر څنګ کله، چې په کومه سيمه او کلي کې اسلامي مرکزونه جوړيږي نو په دې کې هغه د نيږدې کورنيو ماشومان کولى شي، چې د خداى (ج) پاک کلام او نور اسلامي وصول په وړوکوالي کې له ملا امام څخه د ورځې په جريان په څو وختونو کې زده کړي، چې دا هم په ډېر کم عمر کې د ماشومانو په علم کې پرمختګونه رامنځ ته کوي، او ددې له لارې به له زياتو اسلامي اصولو د سيمې او کلي اوسيدونکي خبر شي .
په خوست ولايت کې پرون ورځ د شپږويشت مېليونه افغانيو په مالي لګښت د يوه سترجومات ساختماني چارې بشپړې شوې،په دې ولايت کې د ولايتي ادارې په هڅو او کوښښونو سره په دې وروستيو کې دې ته ورته جوماتونه او اسلامي مرکزونه رغول شوې دي او لا به هم دلته نور هم اسلامي مرکزونه ورغول شي، تر څو ټول مسلمانان وکولى شي په دې جوماتونو کې په پنځه وخت لمونځ په ملا امام پسې ادا کړي،دغه لوى جومات د خوست ښار لويديځ لورې ته په ازادۍ مېنه کې وو چې ١٢٠٠ کورونه په کې اباد شوي دي.
دغه جومات په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت په چوکاټ کې د يو تن ديندار او خيرخوښوونکي راشد بن جمعه بن احمد په مالي مرسته جوړ شو، چې په يو وخت کې د زرو تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري.
ددې اسلامي مرکز د پرانيستو پر مهال ددې ولايت والي عبدالجبارنعيمي په خپلو خبرو کې وويل ازادۍ مېنه ډېره پراخه سيمه ده، چې يو زرو دوه سوه کورنۍ په کې استوګنه کوي، همداشان د اور وژنې مرکز،د پوليسو او ښاروالۍ ناحيې،ښوونځي او نور تاسيسات لري، د ده په خبره په همدې اساس يې ډېره اړينه وبلله، چې تر ټولو تاسيساتو مخکې بايد پدغه سيمه کې يو لوى جامع جومات جوړ شي.
د نعيمي په خبره په همدې موخه يې درې نيم جريبه ځمکه تعين او د متحده عربي اماراتو د سفارت سره يې اړيکه ونيوله، ترڅو يو داسې جومات جوړ کړي، چې ټولې اسانتياوې ولري.
خوست والي په خپلو خبرو کې دا هم وويل ډېرخوشاله يم، چې د متحده عربي اماراتو سفارت يې غوښتنې ته هرکلى ووايه او نن ازادۍ مېنه له يوه داسې اسلامي مرکز برخمنه شوې، چې په ټولو اړينو ملحقاتو سمبال دى.
کله چې په کوم ځاى او سيمه کې اسلامي مرکزونه او جوماتونه رغول کيږي نو هلته ګناهونه کميږي ، او د مسلمانانو په کړو وړو او کردار کې په پوره ډول سره بدلون رامنځ ته کيږي، ځکه په اسلامي مرکزونو او جوماتونو کې وخت او ناوخت اسلامي اصول بيانيږي او په پراخه توګه خلک ورته غوږ وي ، څو د اسلام مبين دين څخه لا نور هم ځانونه خبر کړي او هغه لاره غوره کوي چې په هغه کې د مسلمانانو دنياوي او اخروي ګټې او ثوابونه موجود وي.
هغه چا چې ددې جومات په رغولو کې مالي ملاتړ او هلې ځلې کړې دي ، دغو کسانو خپل مسلمانان وروڼه دعوت ته رابللي دي، او زمينه يې ورته برابره کړې ده چې له خپل مبين دين له اصولو او ارشاداتو ځانونه خبر کړي.