کور / تازه خبرونه / د کليو پراختيا او بيارغوني رياست له پاره نوې ودانۍ جوړه سوه

د کليو پراختيا او بيارغوني رياست له پاره نوې ودانۍ جوړه سوه

په میدان وردګو ولایت کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست لپاره د درې سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست لپاره د درې سوه یو ویشت زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت جوړه شوې ودانۍ نن ( دوشنبه) د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې،چې د دغه ولایت والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سربیره د دغه ولایت د نورو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.
دغه ودانۍ،چې په نږدۍ څلور سوه متره مربع سیمه کې د یو کال په موده کې په
دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت د پرمختیایي بودیجې د درې سوه یوویشت زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت جوړه شوې،د بیارغاولو چارې یې د باخترافغان ساختماني شرکت لخوا ترسره شوي دي.
جوړه شوې ودانۍ،پنځلس خونې،درې دهلیزونه،دوه ګدامونه،درې انتظار خونې،یوه
د معلوماتو خونه،یوه د چای خوړلو خونو او څلور تشنابونو سربیره نور ضروري ملحقات لري.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل: د دغه ودانۍ په جوړېدو سره به د یاد ریاست،چې تردې وړاندې د ودانۍ دنشتوالۍ ستونزې درلودې،په بشپړ ډول حل شي.
ده همدا راز زیاته کړه،د روان کال په ترڅ کې دوه نورې ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته سپارلي او هیله مند دی،چې د مرکزي ادارې د ځانګړې پاملرنې په ترڅ کې په اتلوونکې کال کې یو شمېر نورې ودانۍ هم جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کلیو پراختیا او بیارغاونې رئيس جان محمدحکمتجو هم د خپلو خبرو په ترڅ
کې د اړونده وزارت څخه مننه وکړه،چې د دوی په غوښتنه یې دوی ته د ودانۍ
جوړولو بودیجې په منظورولو سره دوی ته په عصري ډول یوه ودانۍ جوړه شوه .