کندهار افغانستان- هندي سفير نن کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون څخه د ليدني تر څنګ د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه.
هغه غونډه چي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، د هند هيواد سفير امر سنها او مرستيال والي هم پکي ګډون درلود . هندي سفير په کندهار کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون لپاره جوړ سوی تعمير مناسبه سيمه وبلله او يادونه يې وکړه چي دوی به د ياد پوهنتون د حمايې تر څنګ په ځينو نورو پرمختيايي او ټولنيزو پروګرامونو کي هم پوره همکاري وکړي.
د افغانستان د کرهڼي او ملي ټکنالوژۍ پوهنتون چي په راتلونکي کي به افتتاح سي، هندي سفر يې د حمايه کولو ژمنه وکړه.
کندهار والي وويل چي هند هيواد تل له افغانانو سره رښتني او هراړخيزي مرستي کړي چي ښه بېلګه يې په کندهار کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون حمايه کول دي.
کندهار والي له هندي سفر څخه د ياد پوهنتون لپاره د ماسټر پلان او اساسي تاسساتو په جوړولو کي د پوره همکاريو غوښتنه هم وکړه.
د ياد پوهنتون تعمير چي د کرهڼي د انسټيټوټ په موخه د کاناډا هيواد په مالي لګښت جوړ سوی، اوس به د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون لپاره ور څخه کار واخيستل سي.