کور / تازه خبرونه / بزګران له سیاست څخه ليري او د ټولني پاک خلک دي

بزګران له سیاست څخه ليري او د ټولني پاک خلک دي

بزګران له سیاست څخه ليري او د ټولني پاک خلک دي.
دغه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني نن ( سې شنبه) د دغه
ولایت د کوپراتیفونو له مسؤلینو سره،چې د دغه ولایت د کرهڼې او مالدارۍ رئيس یې هم ملتیا کوله،وکړه .
د کوپراتیفونو یادو مسؤلینو د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي څخه د دې امله مننه وکړه،چې د تېرکال په ترڅ کې
د دوی ستونزو ته په ښه توګه ځواب ویلی.
دوی وویل: د میدان وردګو د والي په هلو ځلو،چې مالیې وزارت او نورو ادارو مسؤلینو سره یې د خبرو اترو په ترڅ کې کړي،د دوی په کوپراتیفونو د مالیې وزارت له لورې لګول شوې جرمانې معاف سوي او همدا راز د نورو ولایتونو په کوپراتیفونو هم لګول شوي جرمانې د یاد وزارت له لورې معاف شوې .
دوی همدا راز دوی ته د وړو قرضو د ورکړې زمینې په برابرولو ترڅنګ یو شمېر نورې ستونزو د حل په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:
بزګر له سیاست څخه لرې او د ټولنې پاک خلک دي،نو لازمه ګڼي،چې د نورو خلکو په پرتله د دوی ستونزو ته د حل لارې چارې ډېر ژر ولټوي .
ده د کوپراتیفونو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې خپلې ستونزې دې،د دغه ولایت د کرهڼې او مالدارۍ ریاست سره د یوې عریضې په شکل شریکي کړي،چې له هغې وروسته به دوی پرې قانوني اجرائت وکړي او هڅه به وکړي،چې ستونزو ته یې د حل لارې چارې ولټوي .
د یادونې وړده،میدان وردګو ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې اوس مهال څلور پنځوس کوپراتیفونو فعالیت کوي .