اسلام اباد:دپاکستان دطالبانود تحريک ویاند شاهد الله شاهد ویلی دي چې دطالبانو له خوا به د جمعيت العلما اسلام (س) مشرمولانا سیمع الحق ، دجماعت اسلامي يو مشرپروفیسر ابراهیم ، په اسلام اباد کې دلال جومات پخوانى امام مولاناعبدالعزیز ، دجمعت العلما اسلام (ف) يو مشرمفتي کفایت الله اود تحريک انصاف مشرعمران خان دطالبانو دکمیټې غړي وي او دطالبانو اودهغوي د کمیټې ليدل به په شمالی وزیرستان کې نه وي . نوموړي وویل دخبرواترو په اړه په جوړې شوي شورا کې دطالبانودټولو لورو استاذو ګډون درلوده هغه زياته کړه پر حکومتي کمیټې داعتراض ضرورت نشته او زمونږ استاذي له هغوي سره خبرې کوي او بیا به دمولانا فضل الله په مشرۍ دطالبانو له سیاسی او مرکزي شورا له غړو سره ګوريبله خوا دبي بي سي د خبر له مخې د طالبانو له لوري په مرکچیانو کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نوم شاملولو په باب د انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي، د پاکستاني حکومت له لوري له طالبانو سره د خبرو لپاره پر ټاکل شوي پلاوی باور کوي، خو وايي طالبان باید له حکومت سره د خبرو لپاره له خپلو لیکو نه کسان وټاکي.د تحریک انصاف ګوند پر اړونده ویبپاڼه د عمران خان له قوله ویل شوي، چې پاکستاني طالبان باید خپل کسان وټاکي.پاکستاني طالبانو هغه پنځه کسیز پلاوي کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نوم هم شامل کړی، چې له پاکستاني حکومت سره یې د خبرو لپاره ټاکلی.د ښاغلي خان ګوند په کلکه د خبرو ملاتړ کوي، خو په یوه بیان کې وايي، چې نوموړی غواړي په بله بڼه د سولې خبرو کې مرسته وکړي.دمې میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د پاکستان لومړي وزیر میانوازشریف د خبرو پیلولو ژمنه وکړه.دې سره یوه لور ته مرګوني بریدونه دوام لري، خو تېره اونۍ د مرکچیانو یوې کمېټې ټاکلو وروسته نوازشریف وویل، د سولې خبرو ته یو وروستی فرصت ورکوي.طالبانو ویلي و، د خبرو پر وړاندیز به غور وکړي او اوس یې غبرګون څرګند کړی.د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد په یوه بیان کې ویلي، چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې به د مرکچییانو خوندیتوب لپاره ټول اقدامات وکړي.د شاهدالله شاهد په وینا پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ د خپلې شورا په غونډه کې د یوه داسې پلاوي پر ټاکلو هوکړه وکړه، چې له حکومتي مرکچیانو سره په اسانۍ وویني او د نوموړي په خبره، د طالبانو دریځ د پاکستان حکومت او مسلمانانو ته په غوره توګه وړاندې کړي.د شاهدالله شاهد له وینا سره سم د پاکستاني طالبانو له لوري د خبرو لپاره د دغو مرکچیانو نومونه وړاندې شوي دي.د لال ( سره ) جومات ملا امام مولانا عبد العزیز د جامعه حقانیه مهتمم مولانا سمیع الحق.د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان.د جمیعت علمای اسلام ګوند ایالتي مشر مفتي کفایت الله.د جماعت اسلامي ګوند ایالتي مشر پروفیسور ابراهیم. بیان کې ویل شوي ، چې د تحریک طالبان پاکستان سیاسي شورا به د مرکچیانو دغه پلاوي لارښوونه او څارنه کوي. “لومړی وزیر میانوازشریف وايي، تروریزم باید وځپل شي، د خبرو له لارې او یا هم د زور له لارې او وايي دی غواړي سولې ته یو وروستی فرصت چمتو کړي.”بیان کې دغه راز راغلي، چې طالبان په صداقت او سنجیدګي غواړي له حکومت سره مذاکرات وکړي او وايي په دې اړه يې دریځ څرګند دی.بل لور ته د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د حکومتي مرکچیانو کمېټې ټاکلو ته غبرګون په توګه د پاکستاني طالبانو له لوري د مرکچیانو پلاوي ټاکلو هرکلی کړی.خو وايي پوښتنه داده، چې طالبان به د خپلې کمېټې پرېکړو منلو ته څومره ژمن واوسي؟د پاکستان دولتي رسنیو د نوموړي دغه خبرې له هغه وروسته خپرې کړې، چې پاکستاني طالبانو د یکشنبې په ورځ په رسمي توګه له خپل لوري له پاکستاني حکومت سره د خبرو لپاره مرکچیانو نومونه اعلان کړل.د چهارشنبې په ورځ د پاکستان ملي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال د پاکستان لومړي وزیر میانوازشریف ویلي و، تروریزم باید وځپل شي، د خبرو له لارې او یا هم د زور له لارې او وايي دی غواړي سولې ته یو وروستی فرصت چمتو کړي.