د ځینو سیاستوالو او لیکوالو د بیانونو او استدلالونو څخه داسي پایله راوزي چي ګواکي په هیواد کي د سیاسي وژنو، ترورونو او ټولو امنیتي پېښو اصلي طراحان او عاملین امریکا او پاکستان دي.
دوی وايي هر څه د امریکا متحده ایالتونو او د هغو د ملګرو لخوا کنټروليږي او د طالب په شمول هر موافق او مخالف جریان د هغوی تر قوماندې لاندي دی.
دا قضاوت زما په نظر پنځوس په سل کي سم دی ځکه چي طالب رښتیا هم په غیر مستقیمه بڼه د امریکا او پاکستان د اهدافو لپاره کار کوي؛ ځکه خو طالب نه دی، ټالیب دی!
مگر؛
ایا طالب په هیڅ نه دی خبر؟
ایا طالب د هیڅ امنیتي پیښي مسئولیت پر غاړه نه اخلي؟
ایا طالب ځان ته یوه مستقل هویت لرونکې سیاسي ډله نه وايي؟ …
دغو او داسي نورو پوښتنو ته ځواب، منفي دی.
رښتیا خو دا دي چي طالب د خپلو رسنیزه څرګندونو له لاري ځان د کوم چا په واک کي نه ګڼي. پر هره مهمه سیاسي پېښه خپل دریځ څرګندوي، خپل عملیات اعلانوي، د نوي ټکنالوژۍ څخه په ګټي اخیستني و ځان ته تبلیغات کوي، ځان د جنګ مخکښ بولي، د بري هوډ لري او تقریبا د هري امنیتي پیښې پړه مني (په استثنا د ځینو هغو پېښو چي ملکي تلفات یې ډیر وي).
د طالب بې ادرسه او بې هویته معرفي کول په خپله هغه احتمالي پالیسي ده چي د جنګ د پیچلي کېدو هدف ته کار کوي.
امریکا او دباندنیان د هر څه مسئول ګڼل، د عامو خلګو په منځ کي د توطئې یوه تیوري ده چي پکي د پېښو پړه پر یو نامالوم لوري یا بعید علت اچول کیږي او پر اصلي او قریب علت یې، سترګي پټیږي.
خو سیاستوال ولي دغه ډول ذهنیت ورځ په ورځ عاموي؟ دا یوه ډیره مهمه پوښتنه ده چي ښايي د وخت په تیریدو سره یې ځواب و موندل سي.
امریکا د ډیرو غلطو سیاستونو مسئوله ده خو په هر څه کي د هغې په مسئولولو سره، اصلي او حلېدونکی علت، «طالب» پټیږي چي دا بیرته د امریکا او د هغې د ملګرو په ګټه یو کار دی!