کور / تازه خبرونه / په کويټه کې د طالبانو دوه نور غړي ووژل شول

په کويټه کې د طالبانو دوه نور غړي ووژل شول

کلات: پژواک خبرله مخې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې دوه تنه نور طالب پلوه افغان ملايان هم وژل شوي دي.يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، وويل چې د وسله والو طالبانو دغه غړي، پرون د پاکستان دبلوچستان ايالت په کويټه ښار کې وژل شوي دي.سرچينې زياته کړه، دوى د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل شوي دي، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.خو په پاکستان کې مېشته يوه افغانه سرچينه وايي، په وژل شويو کسانو کې مولوي حمدالله عارض د فراه ولايت او قاري محمدسعيد د کندهار ولايت اوسېدونکي وو.سرچينې زياته کړې، چې دوى هم د طالبانو د نورو غړو په څېر په مرموز ډول وژل شوي دي.د يادونې وړ ده، چې درې ورځې مخکې په کويټه کې د طالبانو مهم غړى او مشهور ديني عالم مولانا عبدالله ذاکري هم د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى و.تر دې مخکې د وسله والو طالبانو يو شمېر نور مهم قوماندانان هم په دې ښار کې وژل شوي دي، خو طالبانو يواځې د مولانا ذاکري او يوه بل غړي وژل کېدل تاييد کړي دي