د برتانيې حکومت چارواکي په هغو موټرونو کي چي کوچنيان لېږدول کېږي پر سګرېټ څکولو بنديز لګوي.
څېړنو ښوولې ده چي هغه ميندي يا پلرونه چي په موټر کي په داسي حال کي سګرېټ څکوي چي ماشومان هم ورسره ناست وي ،د ماشومانو سږي او تنفسي سيسټم ته په مستقيمه توګه خطرناکه زيان رسېږي. دغه ډول ماشومان د سالنډې،دوامداره ټوخي او د سږو په زخمي کېدو اخته کېدای سي او د سږو د سرطان له ګواښه هم خوندي نه دي.
تر برتانيې تر مخه د کاناډا،امريکا او نوي زېلنډ په يو شمېر سيمو کي په موټر کي د کوچنيانو په موجوديت کي پر سګرېټ څکولو بنديز لګېدلی دی.
د کوچنيانو د روغتيا ساتلو په موخه په پرمختلليو هيوادونو کي زياتره ميندي او پلرونه د کور دننه په سالون او خونو کي هم سګرېټ نه څکوي خو د افغانستان غوندي وروسته پاته هيوادونو کي دغه مرګوني خطر ته لازمه پاملرنه نه ده سوې ، دلته نه يوازي د سګرېټو پر واردولو څارنه نسته بلکي په کوڅو او بازارونو کي يې د ماشومانو لخوا پر خرڅولو او استعمال هم حکومت سترګي پټوي.