کور / تازه خبرونه / نوازشريف له ټاکل شوي پلاوي سره غونډه وکړه

نوازشريف له ټاکل شوي پلاوي سره غونډه وکړه

اسلام اباد: دپاکستان لومړي وزيرنوازشريف له طالبانوسره د خبرو لپاره له ټاکل شوي پلاوي سره غونډه وکړه او ورته يې لارښوونه کړې چې له طالبانوسره دي په سمدستي ډول خبرې پيل شي عرفان صديقي به دپلاوي مشرڅارونکي وي اودکورنيوچارووزيرچودري نثاراولومړي وزيرنوازشريف به له لاسته راوړني خبروي پلاوي نوازشريف ته ډاډ ورکړچې سولې ته چمتو ډلو سره اړيکي ونيسي دلومړي وزيرله خوا پلاوي ته بشپرواک سپارل شوې او بله داچې دپلاوي به پوره امنيت ساتل کيږي له بله خواد دپاکستان دطالبانو ویاند شاهد الله شاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دپاکستان د طالبانو د تحريک د شورا غړي به نن جمعه په خپله غونډه کې له حکومت سره د خبرو او د حکومت د مرکچي پلاوي په اړه خبرې او مشوره وکړي.ده ټینګار وکړ چې د طالبانو په تحریک کې هیڅ راز اختلاف او ډلبندۍ نشته بلکې ټول د ملا فضل الله تر مشرۍ لاندې یولاس دي.وروسته له دې چې طالبانو د پاکستان له حکومت سره د خبرو وړاندیز وکړ.د پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره یو څلور کسیز پلاوی ټاکلی دی.چې په کې، ژورنالیست رحیم الله یوسفزی، په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند، ژورنالیست او شناند عرفان صدیقي او متقاعد جګړن محمد عامر شامل دي.