له ميرانشاه څخه وركړل سوي راپورونه وايي له تېرو څو ورځو راهيسي پر سيمه د جاسوسي الوتكو پروازونه ډېر سوي دي.
د سيمي اوسېدونكي وايي په ځينو ځايونو كي د بمباريو ږغونه هم اورېدل سوي چي له امله يې د ميرانشاه خلګ سخت اندېښمن دي.
له ميرانشاه څخه دا خبرونه پر داسي وخت خپرېږي، چي پرون يوه لوړ پوړي امريكايي چارواكي مايكل مولن د پاكستان قبايلي سيمي امريكايي ګټو ته ګواښ وګڼلې او ويې ويل چي په سيمه كي د القاعده او طالبانو پر ضد بايد جدي ګامونه اوچت سي.