کور / تازه خبرونه / په کوټه کې د طالبانو يوپلوي وژل شوى

په کوټه کې د طالبانو يوپلوي وژل شوى

کوټه :په کوټه کې د طالبانو يو مهم پلوي مولانا عبدالله ذاکري ناپيژاندو وسله والوله خوا وژل شوى نوموړى د کوټې په سبزل واټ کې له يو جومات څخه راوتلو پرمهال په نښه شوی مولانا عبدالله ذاکري د طالبانو په ملاتړ د اتحاد علماء افغانستان مشر وو، چې په کې د هیواد جید علماو ګډون لري، او وخت په وخت په افغانستان کي د را منځته شویو مختلفو موضوعګانو په اړه خپل نظر او فتواوي صادروي.د نوموړي زوی عبدالکريم آغا هم د خپل پلار وژل کيدل منلي دي، او ویې ویل چې نوموړی چهارشنبې په ورځ ماسپښين مهال په سبزل واټ کې د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو .طالب وياند قاري يوسف احمدي هم د نوموړي وژل کيدل تاييد کړې او دطالبانوله خوايې پرې ژوره خواشيني ښودلى ،په یوه خبرپاڼه کې يې څرگنده کړې چې «حضرت مولانا عبدالله ذاکري صاحب دافغانستان یو وتلی او منلی،علمي، جهادي او روحاني شخصیت ووچې په خپل ژوند کې یې دسترو دیني او جهادي خدمتونو په ترسره کولو سره په افغانستان او پاکستان کې خورا زیات نیک شهرت موندلی وو،نوموړی د(اتحادعلماء افغانستان) دسترې علمې ټولنې اوشوری مؤسس وو، چې دهمدې ټولنې له لارې یې همیشه پرافغانستان دهر تیري کوونکي ځواک په خلاف دجهاد فتوی ورکړې او په وړاندې یې دوسلوال جهاد اعلان کړی.»