کور / تازه خبرونه / کندهار والي: د افغانستان فوټبال فدراسيون دي کندهار ته پاملرنه وکړي

کندهار والي: د افغانستان فوټبال فدراسيون دي کندهار ته پاملرنه وکړي

کندهار والي نن د خپل کار په دفتر کي د افغانستان د فوټبال فدراسيون لخوا راغلي هئيت څخه د کندهار د فوټبالرانو د حقوقو غوښتنه وکړه.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د فوټبال فدراسيون اداري مرستيال ته د فوټبالرانو د ستونزو د يادولو پر مهال وويل، د فوټبال لوبه د کندهار ولايت ميراث ده او کندهاري فوټبالرانو د فوټبال د سياليو پر مهال ډېرو پرمختللو لوبډلو ته ماتي ورکړې او خپلي وړتياوي يې ټول هيواد ته ښودلي دي.

ښاغلي ويسا نيوکه وکړه چي مرکز کابل د کندهار فوټبال فدراسيون ته پر وخت بوديجه هم نه ورکوي او نه په ملي سياليو کي ورسره سم چلند کيږي.

هغه وويل، کندهاري لوبغاړي بايد د افغانستان په ۱۹، ۱۶ او ۱۴ کلنو د فوټبال ملي لوبډلو کي شامل سي تر څو دوی خپلي وړتياوي نړيوالو ته هم وښيي.

په ورته وخت کي له مرکز کابل څخه راغلي هئيت کندهار والي ته ډاډ ورکړ چي هڅه کوي تر څو د کندهاري فوټبالرانو د وړتياوو د قوي کېدو په موخه د هغوی لپاره ورځنيز پروګرامونه ترتيب کړي او له دوی څخه اخيستل سوی حق بېرته ورکړي.

نوموړي ومنله چي د کندهاري فوټبالرانو حق خوړل سوی خو يادونه يې وکړه چي هڅه به کوي په راتلونکي کي مرسته او همکاري ورسره وکړي.