کور / تازه خبرونه / خوست:دملي پوليسو له روزنيز مرکز څخه ٧١تنه فارغ شول

خوست:دملي پوليسو له روزنيز مرکز څخه ٧١تنه فارغ شول

په خوست ولايت کې دملي پوليسو له روزنيز مرکز څخه تر دوه مياشتنيو زده کړو وروسته ٧١تنه فارغ او ټولنې ته دملي پوليسو په حيث دخدمت لپاره وړاندې شول ،هغه مراسم چې په همدې موخه نيول شوي وو ،په کې دخوست والي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ خوست امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت ،دولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار ، د پکتيا او خوست ولايتونو لپاره دسرحدي پوليسو قوماندان ډګروال عبدالبصيرخپلواک او ګڼ شمير دامنيتي ارګانونو منسوبينو ګډون کړى وو.

دمراسمو په پيل کې دخوست ولايت رهبري ته ددرناوي په خاطر دتشريفاتو قطعه وړاندې شوه ، ورپسې خوست امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت دمراسمو برخوالو ته دښه راغلاست ترڅنګ خبرې وکړې نوموړي پوليس دټولنې خدمتګار او دامنيت ساتونکي وبلل اوپه دې تړاو يې وويل چې په دغه ولايت کې ټول پوليس شپه او ورځ په ډير نظم او دېسپلين سره خپلې ورسپارل شوې دندې سرته رسوي ،سمونوال فيض الله غيرت دفارغو پوليسو په اړه وويل چې دغه ٧١تنه پوليس تر دوه مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ شوي اوس ټولنې ته دخدمت په خاطر وړاندې کيږي نوموړي دخوست ولس ته دا ډاډ ورکړ چې دخوست ولايت دمشرتابه په لارښوونه سره به دخوست خلکو ته خدمت کوي او دټولو هغه کړنو مخه به نيسي چې په ټولنه کې دقانون حاکميت او عام نظم ته زيان رسوي.

دښوونيز مرکز څخه دفارغو پوليسو په استازيتوب ساتونکي عبدالبصير وويل چې په دوه مياشتوکې يې غوره زده کړې ترلاسه کړي دي اوله دې وروسته به په ډيره ايماندارۍ او صداقت سره خپلې خاورې او ولس ته په بېلابېلو جزوتامونو کې خدمت وکړي او دټولو هغه کړنو پرضد به قانوني مبارزه کوي چې دخلکو سراومال ته په کې زيان رسيږي.

دپوليسو دښونيز مرکز دټولې قوماندان سمونيار محمد زمان وويل چې ددوه مياشتو په جريان کې يې فارغو کسانو ته دقانون دحاکميت ،ټولنيز نظم ،عسکري مکلفيتونو ،ديني ،مذهبي او اخلاقي ارزښتونو په اړه زده کړې ورکړي دي او دغه ٧١تنه يې په ټولو معيارونو برابر ټولنې ته دخدمت په خاطر روزلي ،نوموړي فارغ کسان دخوست ولايت يوه لاسته راوړنه ياده کړه.

خوست والي عبدالجبارنعيمي دمراسمو په وروستيو کې دارزونې ويناوکړه نوموړي دخوست ټولو ولسونو ، دامنيتي ارګانونو مسوولينو او ټولو کورنيو ته دفارغو کسانو دفراغت په وياړ مبارکي وويله او په دغه ولايت کې يې دملي پوليسو دښوونيز مرکز څخه د٧١تنو ملي پوليسو فراغت ټولنې ته دخدمت په لاره کې يو بل اغيزمن ګام وبللو.

خوست والي زياته کړه اوس مهال ټول افغان ملت ددې وياړ لري چې خپل پياوړي امنيتي ځواکونه لري او دخپل هېواد امنيتي چارې دخپلو بچيانو په واسطه تنظيموي.

عبدالجبارنعيمي دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې ډاډمن امنيت حالت ،دقانون حاکميت او دټولنيز نظم خونديتوب دپياوړو امنيتي ،کشفي ،نظامي اوسرحدي ځواکونو دشپه او ورځ تلاشونو او خدمت پايله وبلله ،نوموړي وويل دا مهال دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دټولو دولتي ارګانونوپه منځ کې دټينګې همغږۍ په اساس دولتي حاکميت ټينګښت موندلى او دټولو هغه ناروا کړنو مخه نيولې شوې چې ددې خاورې او ولس ددښمنانو له لوري پلان کيدلې.

خوست والي ددې يادونه هم وکړه چې دپوليسو ټولې اړونده ادارې بايد په بشپړه ايماندارۍ او صداقت سره خپلې دندې سرته ورسوي او دټولو هغه ناروا کړنو او ننګونو پرضد قانوني مبارزه وکړي چې ټولنيز نظم او دقانون حاکميت ته زيان رسوي.

نعيمي وويل دسياسي اهدافو دترلاسه کيدو په خاطر دامنيتي ارګانونو په چارو کې لاسوهنه خيانت او ددې ولس په زيان ده او هرهغه څوک چې غواړي خپلو شخصي اوشومو هدفونوته ددې لارې څخه ځان ورسوي په واقعيت کې دامنيت او ټولنيز نظم سره دښمني کوي.

خوست والي له ټولو ولسونو وغوښتل چې دامنيت په تامين کې دخپلو امنيتي ارګانونو سره هراړخيزه مرسته وکړي او خپل اولادونه په امنيتي ليکو کې داخل کړي ترڅو په راتلونکې کې په ډير وياړ او مورال سره خپل ولس او خاورې ته خدمت وکړي.

عبدالجبآرنعيمي داهم وويل چې په دې وروستيو کالونو کې يې دخوست ولايت په مرکز اولسواليو کې دامنيتي ارګانونو لپاره منظم تاسيسات جوړ کړي دي او دځانګړې توجه په اساس يې ٣٠٠جريبه ځمکه ددغه ولايت په ښارکې دنورو مجهزو امنيتي تاسيساتو لپاره ځانګړې کړې ده ،دکورنيو چارو له وزارت يې وغوښتل چې په ځانګړې شوې ځمکه کې خپل تاسيسات جوړ کړي ترڅو شته ستونزې هوارې شي.

دمراسمو په دوهم پړاو کې دفارغو شويو پوليسو له لوري دسوګند مراسم پرځاى شول ټول سوګند وکړ چې دنظام داصولو او تګلارو په رڼا کې به خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره ايماندارۍ او صداقت سره سرته رسوي او په دې لاره کې به هيڅ غفلت نه کوي.

بيا دخوست والي او ورسره مسوولينو له لوري فارغو شويو پوليسو ته دفراغت سندونه ورکړل شول ،دسندونو ترورکړې وروسته دفارغوشويو پوليسو له لوري په داسې حال کې چې دافغانستان ملي بيراغونه يې له ځان سره ليږدول ملي اتڼونه ترسره شول.