کور / تازه خبرونه / پکتيا:په پټان او څمکنيو کي ټولګټي پروژې بشپړي سوې

پکتيا:په پټان او څمکنيو کي ټولګټي پروژې بشپړي سوې

د دې ولسوالۍ په کليو او بانډو کې د ۲۰ پروژو کارونه بشبړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، په دغو پروژو کې بريښنايي ژرندې، کليوالي کوڅې، دجرګو تالارونو، د کاريزونو او کانالونوجوړول، کليوالي لارې، پلونه، پلچکونه او يو شمير نورې پروژې وې، چې کارونه يي د سږ کال په اوږدو کې پيل شوې وو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پکتيا د کليو پراختيا او بيا رغونې ريس انجنير عبدالرحمان رحماني د پروژو د بشپړيدو په مهال وويل، دغه پروژې د دوئ د رياست تر چتر لاندې د انجنيرانو په څارنه د شاوخوا ۱۸،۸ میلونه افغانيو په مالي لګښت په ښه کيفت په کليو او بانډو کې د جوړو شويو پرمختيايي شوراګانو په مټ بشپړې شوي دي.

رحماني د دې پروژو د پرانيستې پر مهال خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ملي پيوستون د دويم پړاو، په پيل کيدو سره به د خلکو له اړتياوې سم پروژې و ټاکل شي.

پکتيا کې د ملي پيوستون مسوول انجنير سفر محمد له رسنيو ته په خبرو کې وويل، له دغو ۲۰ بشپړو شويو پروژو څخه ۲۹۹۴ کورنئ ګټه اخلي او وويل، په راتلوونکي کال کې به د دې ولايت هغه سيمې چې د ملي پيوستون پروګرام څخه بې برخې پاتې شوې په پروګرام کې شاملې کړي.

د څمکنيو والسوالۍ اوسيدونکې د پروژو په بشپړيدو خوښي ښئ او وايي چې تر ډېره يې د سيموالو ستونزې چې پخوايې درلودې د پروژو په بشپړيدو سره تر يوه ځايه هوارې شي.

د څارنې انجنیران د پروژو د کارونو کيفت ښه بولي او وايي چې وخت په وخت يي د پروژو څخه څارنه کړې.

انجنير خان محمد چې د پروژو د څارنې مسووليت په غاړه لري وويل، د پروژو د کار په مهال چې کومي تخنیکې ستونزې پيدا شوي، پخپل وخت حل کړي دي.

بل لوري ته د څمکنيو ولسوال صالح محمد احساس هم د ملي پيوستون له کارونه خوښ بريښي او له نورو مرستندويه بنسټونه هم غوښتنه کوي چې په څمکنيو ولسوالي کې خپلې پروژې پلې کړي.

احساس وايي، د قومي جوړښت له مخې د دې ولسوالۍ په ټولو سيمو کې امنيت ډاډمن دی او څوک نشي کولی چې د پروژو په وړاندې خنډ جوړ شي.

د ملي پيوستون مسوولين وايي، په هغو سيمو کې چې د ملي پيوستون لومړی پړواو په برياليتوب سره سرته ته ورسيږي ډېر ژر به په همغه سيمه کې د ملي پیوستون د دويم پړاو پروګرام پيل کيږي.

همدا ډول په ډندې پټان او څمکنيو ولسواليو کې هم دوه ټولګټې پروژې دخوړ پرسر پل او دسيلابونو څخه دزراعتي ځمکو دژغورلو لپاره داستينادي ديوال پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دغه دوه پروژې چې يوه يې د څمکنيو د بابوخيلو د سيمي پل او بل يي په پټان ولسوالۍ کې د کګينه چاول په سيمه کې د استنادي ديوال پروژه ده چې د ملي سيمه ایز پرمختيايي پروګرام له لوري د يو کال په اوږدو کې بشپړې شوې.

په سويل ختيځ زون کې د ملي سميه ايز پروګرام مسوول انجنير عبدالمالک احمدزي ملي راډيو تلويزيون ته په خبرو کې وويل؛ ددواړو پروژو ټول لګښت شاوخوا ۱۵ ميلونه افغانۍ کيږي چې د ناروې هېواد له لوري ورکړل شوې دي.

عبدالمالک احمدزی وايي، په څمکنيو ولسوالۍ کې د بابو خيلو د کلي پل په جوړيدو سره چې ۲۸ متره اوږدوالي او ۵ متره لنډوالي لري، د څمکنيو ولسوالۍ مرکز له بابوخيلو سره نښلوي دده په وينا ۱۶۲۰ کورنۍ به په مسقيم ډول ورڅخه ګټه اخلي.

ښاغلي عبدالمالک احمدزی وايي، دويمه پروژه چې د يو کال په اوږدو کې بشړه شوې د پټان ولسوالۍ په کګينه چاول سيمه کې د ۴۲۵ متره استينادي ديوال پروژه ده چې په بشپړيدو سره يي ۳۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه د سيلابونه د تخريب څخه ژغورل کيږي.

دغه پرمختيايي پروګرام چې د پکتيا د کليوپراختيا او بيا رغونې رياست تر چتر لاندې غټې او وړې پروژې پلي کوي په اړه يي د دې ولايت د کليو پراختيا او بيا رغونې ريس انجنير عبدالرحمان رحماني وايي، چې له يادو پروژو څخه يي په خپل وخت څارنه کړې او وايي چې په راتلونکې کې به هم دې ته ورته پروژي د نورو ملي پرواګرمونو له لوري پلي شي.

د پټان او څمکنيو ولسوالۍ اوسيدونکي د پروژو په بشپړيدولو خوښي ښئ او وايي چې تر دې وړاندې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ وو ، د دې ولسوالو اوسيدونکي وايي، له يولورې د پله او استنادي ديوال په جوړيدو د دوئ ستونزې اوارې شوي او له بل لوري يي په لسګونو ځوانانو ته په يادو پروژو کې د کار کولو زمينه برابره شوې وه.