کور / تازه خبرونه / کندهار: د نور احمد نوري وژل کېدل وغندل سول

کندهار: د نور احمد نوري وژل کېدل وغندل سول

په کندهار کي ميشتو خبريالانو په هلمند کي د نور احمد نوري وژل کېدل وغندل او د يوه پريکړه ليک په وړاندي کولو سره يې له دولت څخه په ټينګه وغوښتل چي ياده قضيه جدي وڅېړل.
خبريالانو ښار ته هم راووتل او جوړ سوى پريکړه ليک يې د بشرحقونو دفتر ته وسپاري څو مرکز کابل ته يې ورسوي .
په کندهار کي نى دفتر، د خبريالانو د خونديتوب کميټې او د کندهار او زابل پريس کلبونو په هلمند کي د وژل سوي خبريال نور احمد نوري په مرموز ډول وژل کېدل وغندل او دا يې د بيان د ازادي په وړاندي د خنډ پېښولو هڅه وبلل .
نور احمد نوري په هلمند کي د يوى محلنۍ رسنۍ سره کار کوى چي تېره ورځ يې په لښکرګاه کي جسد وموندل سو .
د حوزې خبريالانو په جدي توګه له مدني ټولنو، د ژوناليستانو د خپلواکو ادارو او د دولت څخه وغوښتل چي د نوري د قاتلينو په نيولو کي دي خپلي څيړني ګړندي کړي .
په کندهار کي ميشتو خبريالانو د يوه پريکړه ليک په وړاندي کولو سره د هملند له چارواکو غوښتنه کړې چي د نوري قاتلين دي د يوې اونۍ په جريان کي ونيول سي او ياده قضيه دي د تېر په څير نه پاته کيږي .
خبريالان چي ښار ته هم له شعارونو سره راوتلي وه جوړ سوى پريکړه ليک يې د بشري حقونو خپلواک کميسون ته وسپاري .
پنځه کاله مخکي هم په هلمند کي عبدالصمد روحاني په مرموز دول وژل سوي وو چي تر اوسه يې دولت د قاتلينو په نيولو نه دى بريالى سوى .