کور / تازه خبرونه / امریکا وزي، ټوکي ئې مه بولئ

امریکا وزي، ټوکي ئې مه بولئ

ملي ارمان: امریکا وزي، ټوکي ئې مه بولئ

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک پر مسللې او د افغانستان د سولې په پروسې مطالب خپاره کړي دي.

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی، امریکا وځي، ټوکې یې مه بولﺉ.

په سرمقالې کې راغلي، ولسمشر حامد کرزي په څو بېلابېلوغونډو کې ویلي چې امریکا له افغانستان څخه په وتو نه ده او استدلال کوي چې دا هېواد په کابل کې خپل سفارت ته نوي تاسیسات جوړوي او په پوځي تاسیساتو یې هم زیاته پانګونه کړې ده.

د سرمقالې لیکوال دا د ولسمشر خوشباوري بللې او لیکلي یې دي، د امریکايي چارواکو دا خبرداری باید ټوکې ونه بلل شي چې وايي د امنیتي تړون د ژر نه لاسلیک کیدو په صورت کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

په سرمقالې کې راغلي ټاکل شوې د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د روانې میلادي میاشتې په پای کې کانګرس ته وینا وکړي او ډیر احتمال لري چې هغه له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو ویستل اعلان کړي.

سرنوشت ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د پخواني دفاع وزیر رابرټ کیټس څرګندونې راخیستي.

په مطلب کې د ګیټس له قوله راغلي، چې د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو لپاره پر ولسمشر کرزي د واشنګټن له فشارونو سره مخالف دی.

ګیټس ویلي سپینه ماڼۍ باید د ښاغلي کرزي غوښتنو ته غوږ ونیسي او هغه ته د تصمیم نیونې فرصت ورکړي.

ویسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو په اړه د ولسمشرحامد کرزي وروستۍ څرګندونې راخیستي.

د مطلب په غټ سرلیک کې د ښاغلي کرزي له قوله راغلي، د سولې د پروسې له پيلیدو مخکې د امنیتي تړون لاسلیک کیدل به په هېواد کې جګړې ته بهانه قوي کړي.

ورځپاڼې لیکلي ولسمشر دا خبره هغه پلاوي ته وکړه چې د پروان په سیاګرد ولسوالۍ کې د ملکي خلکو د وژلو په اړه یې خپل راپور وړاندې کړي.

په مطلب کې راغلي د دې تحقیقاتي پلاوي د راپور له مخې په سیاګرد ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په وروستۍ بمبارۍ کې دولس تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ویسا په خپلې نننۍ ګڼې کې د یو شمېر دغو وژل شویو کسانو عکسونه هم خپاره کړي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په افغانستان کې د سولې پروسه څیړلې ده.

ورځپاڼې لیکلي امریکا په کابل کې د جمعې د شپې له حملې وروسته یو ځلي بیا له طالبانو وغوښتل چې وسله په ځمکه کیږدي او سولې ته غاړه کیږي.

په مطلب کې راغلي طالبانو د امریکا دا غوښتنه په پرله پسې توګه رد کړې ده او اوس دې هېواد ته په کار دي چې سولې ته عملي کار پیل کړي.

هېواد لیکلي پخوا چې د طالبانو کومو چارواکو سولې ته زړه ښه کړی په پاکستان کې یا نیول شوي دي او یا هم وژل شوي دي.

د مطلب لیکوال پرامریکا ټینګار کړی چې په پاکستان کې دې پر هغو استخباراتي کړیو فشار راوړي چې د طالبانو ترشا ولاړې دي.