کور / تازه خبرونه / فرا:په پشترود ولسوالی کی بزګرو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

فرا:په پشترود ولسوالی کی بزګرو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

د پشترود ولسوالی د بزګرانو استازو ته د ولسوالی د مقام له خوا روزنیز پروګرامونه پر لاره اچول شوی دی. د دغو پروګرامونو موخه دا ده چی په دغه ولسوالی کی د بزګرانو ارتباطی ظرفیت لوړ شي او وکولای شي چې خپلي ستونزي له اړونده ارګانونو سره شریکی کړی.

دفراه ولایت د پشترود ولسوالی ولسوال غوث الدین وایي چی نن یی د دغه ولسوالی په مرکزی کی کابو شل تنه بزګرانو راوغوښتي وه او د رسنیزو اړیکو او عامه ارتباطاتو زده کړه ورته ورکړل شوه. د ولسوال په خبره دغه ډول پروګرامونه ډیر اغیزمن دی ځکه کولای شی چې د بزګرانو ارتباطی ظرفیت لوړوي او دوی وکولای شي له دی وروسته د رسنیو او نهادونو سره سمي اړیکی ونیسی.

د فراه ولایت د پشترود ولسوالی د بزګرانو د اتحادیه ی مسوول سیداحمد هم د ولسوالی د مقام دغه کارونه ستایی او وایی چی د دوی د وړتیاوو د لوړالي لپاره دا پروګرامونه کټور دی. سیداحمد خان وایی ددغه ولسوالی بزګران پخوا د ډیرو ستونزو سره مخامخ وه او مرجع نه وه چی دغه ستونزي ورسره شریکي کړی خو اوس دوی کولای شي خپل ستونزي د ولسوالی د مقام او نور نهادونو سره شریکی کړی.

دفراه ولایت د بزګرانو اتحادیه کابو زر تنه غړي لری چی په دغه ولسوالي کې په کرهنیزو چارو بوخت دی.