کور / تازه خبرونه / کندهار: په ژړۍ ولسوالي کي پر خارجي پوځي بېس ځانمرګي بريدونه وسوه

کندهار: په ژړۍ ولسوالي کي پر خارجي پوځي بېس ځانمرګي بريدونه وسوه

نن غرمه مهال دکندهار ولایت دژړۍ ولسوالۍ په مر کز کي د ناټو پر يوه قرارګا ډله ايز ځانمرګی برید وسو ، طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي لمړی دهغه موټر په توسط ورباندي چاودنه وسوه چي پکي په زرګونه کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي ول بیا سمدستي ورپسي نو سرتېرو چي په سپکو او درنو وسلو سمبال ول ننوتل او جګړه یې پیل کړه. نوموړی وايي تر چاودني وروسته جګړه کي ډیری خارجي عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر پوځي ګاډي له منځه تللي.
بله خوا په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويلي دي چې دا ډله ييز بريد ددوو موټرو په وسيله ترسره شوى دى.
هغه زياته کړه چې لومړۍ مازدا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د پوځي اډې له دېوال سره جنګول شوى چې ورسره لويه چاودنه رامنځته شوه.
دى وايي چې د پوځي اډې په دغه ساحه کې بې پيلوټه الوتکې او چورلکې ولاړې وي.

جنرال حميد پژواک ته ويلي تر لومړنۍ چاودني سره سم په يوه سرف موټرکې ناست شاوخوا اته تنه ځانمرګي بريد کوونکي چې د ايساف يونيفارم يې په تن وې، غوښتل چې له دې لارې هوايي ډګر ته ننوځي، د ايساف او دملي اردو ددريمې لوا د ځواکونو لخوا ووژل وشل.
د کندهار والي وياند جاويد فيصل وايي ټوله ۹ بريدګر وژل سوي او بل چاته زيان نه دی اوښتی.
ايساف بريد تائيد کړی او ويجاړي مني خو د مرګ ژوبلي خبره يې نه ده کړې.