کور / هراړخیز / په افغانستان کښي ددین څخه داوښتني شخړه

په افغانستان کښي ددین څخه داوښتني شخړه

ليکوال : ډاکټر داود اعظمي
ژباړن : جان محمد مهربان

په عمومي توګه افغانان په دې فخر کوي چي واقعي مسلمانان دي ځکه چي دوی دخپلي عقیدې له پاره ستري قربانۍ ورکړي دي او په منطقه کښي ئې تر بل هر چا داسلام زیات خدمت کړی دئ. دتاریخ له مخي هغه سیمه چي وروسته دافغانستان په نوم ونومول سوه په منطقه کښي د مسلمانانو دمختلفو اماراتونو د قدرت مرکز ؤ.

افغانان هغه تاریخي پښي لکه دفاني پت(انډیا) د ۱۷۶۱ درېیمه جګړه چي دافغانانو پاچا احمد شابابا ابدالي دهندوستان دملسمان واکمانانو سره کومک وکړچي دمرهټانو امپراتوري ته ماته ورکړي،د مثالونو په ډول راوړي او همداسي افغانان درې وار دبرتانیې دامپراتوري سره جنګېدلي دي چي په بري سره ئې دخپلي خاوري دفاع کړې ده.افغانان په دې حقیقت هم ویاړي چي هیڅکله مستعمره سوي نه دي په داسي حال کښي چي په اسیا او افریقا کښي نور اسلامي هیوادونه دپیړیو له پاره مستعمره ول او البته د ۱۹۸۰ کلنو دشوروي اتحاد پرضد جګړ دشوروي اتحاد په سقوط تمامه او په منځني اسیا کښي ئې دمختلفو اسلامي هیوادونو دارمنځ ته کېدو نتیجه ورکړه.

افغانان باور لري چي دوی د جنګ دمیدان څخه لیري هم داسلام خدمت کړی دئ ځکه چي افغاني صوفیان، علما او مبلیغین به داسلام دپرمختګ له پاره نورو هیوادونه ته تلل .
داسلام څخه اوښتني دهیواد (افغانستان) په تاریخ کښي خورا ډيري لږ پېښي سوي دي.

يوه پېړۍ مخکي یوانګلیسي عیسوي مبلیغ او ډاکټر تیودور پینیل (۱۹۱۲-۱۸۶۷) دلغمان دختیځ ولایت دیوه افغان چي په پېښور کښي دده روغتون ته ورغلی اودین څخه ئې اړولی، په اړه ئې لیکنه کړې ده خو دغه اوښتي ځوان ژر تر ژره دهیواد څخه ووتئ ځکه چي ژوند ئې په خطر کښي ؤ.

افغانان اوښتي بیا نه خپلوي خو بیا هم غیر مسلمانان په ځانګړې توګه هندوان او سیکان په افغانستان کښي دپېړیو راهیسي ارام ژوند کوي.په دې ورستیو کښي، خلګ دمختلفوعقیدوي نظامونو، آیډیالوژیو اودکمونیزم څخه متاثره سوي دي. هغه خلګ چي طبیعي مسلمانان پیداسوي او داسلامي اصولو پابندي نه کوي او یا مرتد سي، دهغو دپاره دا امکان لري چي په ټولنه کښي ژوند وکړي، خودوی ترهغه مهاله محفوظ وي چي دخپلي اوښتني په اړه ئې پټه خوله نیولې وي. خطر هغه مهال رامنځ ته کیږي کله چي عوام په خبر سي چي یو مسلمان نور داسلام پر اصولو باور نه لري.

هغه مسلمان چي دخپل دین څخه وا وړي او یا په ساده توګه هغه څوک چي پر یوه خداي او حضرت محمد صلی الله علیه اوسلم باندي باور کول پرېږدي، ورباندي زړه سوی نه سته او په ډېر حالتو کښي کورنۍ مرتد سوی کسان نور دځان نه ګڼي.

اوښتنه یا مرتدکېدنه دافغانستان په اسلامي قانون کښي هم یو جرم ګڼل سوی او سزا ئې مرګ دئ. په ځینو حالتو کښي خلګ دغسي پیښي په خپل کنترول کښي اخلي بېله دي چي قضیه محکمې ته ورسیږي. په ۲۰۰۶ کښي افغان عبدالرحمان کله چي ئې عیسویت ته خپله اوښتنه اعلان کړه، دمرګ له جزا څخه وتښتېدئ. خو دی بیا وروسته ازاد سو او په ایټالیا کښي ورته پناه ورکول سوه. یو بل افغان پروېز کمبکش په ۲۰۰۷ کښي دمرګ له جزا سره ځکه مخ سو چي کفري او داسلام دبدنامولو له پاره ئې متنونه توزیع کړي وه خو محکمې دده له پاره شل کاله قید اعلان کړ مخکي تر دې چي حامد کرزي دی وبخښئ او له هیوادڅخه ووزي.

ځیني څارونکي شک لري چي دغسي ادعاوي(داسلام څخه داوښتني) دهغو خلګو له خوا کیږي چي مایوسه دي او غواړي چي خپلي دپنا اخیستني دوسيې پياوړي کړي. خو عقیده یو راز دئ. څوک پوهیږي چي دچاپه دماغ کښي څه روان دي؟