په سیداباد ولسوالۍ کې د شنبې ورځې د پېښې دوه مجرمین د امنیتي ځواکونو
له لورې ونیول شول.
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په زرنۍ سیمه کې د شنبې ورځ په ماښام اته بجې څلور تنو،چې د موټر سپرلۍ وه،موټر چلوونکی سخت ټپي کړ،چې له ټپي کېدو وروسته په تېښته بریالي شوي وو،خو د میدان وردګو د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په لارښوونه او دامنیتي ځواکونو په هلو ځلو دوه تنه مجرمین تېره ورځ ژوندي ونیول شول .
څلورتنو،چې دوه یې د ننګرهار،یو یې د کونړ او یو یې د بغلان ولایت اوسیدونکی دی،د شنبې په ورځ د یوه کرایي کرولا موټر په نیولو سره یې غوښتل،له کندهار ولایت څخه کابل ته ولاړ شي،چې د میدان وردګو ولایت د سیداباد د زرنۍ په سیمه کې د نامعلومو لاملونو له امله موټر چلوونکی سخت ټپي کړی او نور په تېښته بریالي شوي وو.
د میدان وردګو والي ښاغلی عبدالمجید خوږیاڼي د پېښې په خبریدو سره امنیتي
ځواکونو ته لارښوونه وکړه،چې عاملین دې ژر تر ژره پیدا او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
د همدې لارښوونې او دامنیتي ځواکونو د بې سارې هلو ځلو په ترڅ کې تېر
مازیګر دوه تنه مجاهد او عمران د امنیتي ځواکونو له لورې په داسې حال کې
د سیداباد ولسوالۍ په شیخ اباد سیمه کې ونیول شول،چې په تن شوې جامې یې
په وینو ککړې وې .
امنیتي ځواکونو د میدان وردګو والي ته ډاډ ورکړ،چې پاتې دوه مجرمین به هم ډېر ژر تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.