د باسيکل بم چاودني سرحدي پوليس او ملکي کسان ژوبل کړل .
نن ماځيګر د سپين بولدک ولسوالۍ د ويش په بازار کي پر سرحدي پوليسو باندي چاودنه سوې، چاوديدونکي توکي چي په يوه باسيکل کي ځاى پر ځاى سوي وه، له کبله يې درې سرحدي پوليس او درې ملکي کسان ټپيان سوي دي
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل د پېښي د تايد تر څنګ د ټپي سوو سرحدي پوليسو ټپونه سطحي يادوي .
د يادوني وړه ده چي تېره ورځ ناوخته د کندهار ولايت د ډنډ په ولسوالۍ کي د سړک غاړي د ماين په چاودنه کي دوه ملکي کسان ووژل سوي وه .
تر اوسه کومي وسله والي ډلي ددې چاودني په اړه څه ندي ويلي