د روزګان په مرکز ترينکوټ کي موترسيکل بم چي د دې ولايت د ملي امنيت پنځو سرتيرو ته مرګ ژوبله واړول .
چاودنه نن ماسپښين دوه نيمي بجې د ترينکوټ په بازار کي د ولايت مقام ودانۍ ته نژدې وسوه
د روزګان د امنيه قومانداني د امنيت امر محمداسلم وايې چې چاوديدونکي توکي په موټرسيکل کي ځای پر ځای سوي وه او په ريموټ کنټروليدی .
محمداسلم وايې چې په سيمه کي د ملي امنيت د موټر د ور رسيدو سره سمه چاودنه وسوه چې پر مهال يې د ملي امنيت يو سرتيري ووژل سو او څلور نور ټپيان سوه .
خو د مرکزي روغتون ډاکټران وايې چې د يادي پيښي اته ټپيان ور وړل سوي دي .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .