کور / تازه خبرونه / کابل: پر رستورانت په ځانمرګي بريد کي ۱۷کسه مړه او ۴زخميان دي

کابل: پر رستورانت په ځانمرګي بريد کي ۱۷کسه مړه او ۴زخميان دي

لراوبر ته تازه خبر کي ويل سوي چي د کابل د وزير اکبر خان مېني پر څوارلسم سړک ډله ايز ځانمرګی بريد وسو چي د چارواكو په وينا د بريك په نوم بهرني رستورانت کي ۳بريدګر ۱۴کسه بهرنيان او افغانان وژل سوي او ۴ کسه نور زخميان دي.

بريدګر نن ماخستن نژدي اووه نيمي بجي د کابل د وزير اکبر خان مېني پر څوارلسم سړک د يوه ليبناني رسټورانټ په دروازه کي په داسي حال کي ځان پټاو کړ چي د ماخستن شاوخوا اووه نيمي بجې افغانان او بهرنيان په ډوډۍ خوړلو بوخت وه.
د سيمي اوسيدونکي وايي په سيمه کې يې لومړی د يوې درنې چاودنې ږغ واورېدی او ورپسې ټکان شروع سوه.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال ايوب سالنګي رسنيو ته ويلي چي ۲ کسان له رستورانته د باندي په ډزو کي وژل سويدي.
د بريد مسوليت وسله والو طالبانو منلی دی ،ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي چي په دې بريد کي د جرمنيانو په ګډون زيات شمېر لوړ رتبه بهرنيان وژل سويدي خو د کابل د امنيې قومندان پاسوال ظاهر ظاهر وژل سوي ټول کسان د رستورانت ساتونکي او کارکوونکي بولي.