اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د دوسيې څېړلو ځانګړې محکمې د ښاغلي مشرف محاکمه د جنورۍ مياشتې تر ۲۷مې ځنډولې ده.پر جنرال مشرف د خيانت تور دی.د جنورۍ په ۹مه ځانګړې محکمې پريکړه کړې وه، چې ښاغلی مشرف روغ دی او بايد د دې مياشتې په ۱۶مه محکمې ته ورشي.خو نن (پنجشنبه، ۱۶ جنورۍ) ښاغلی مشرف محاکمې ته حاضر نه شو او موکل يې وويل چې نوموړی په روغتون کې بستري دی.ځانګړې محکمې دغه پریکړه له هغه راپور وروسته وکړه، چې د پروېز مشرف د روغتيا په اړه جوړ شوی دی.په پرېکړه کې ويل شوي چې د جنرال مشرف د روغتيا په اړه په وړاندې شوي راپور کې دا نه په ډاګه کېږي، چې هغه د زړه ناروغي لري.د ځانګړې محکمې په حکم کې ویل شوي و، که پخوانی پوځي ولسمشر د جنورۍ په ۱۶مه د محاکمې لپاره حاضر نه شي، نو محکمه به يې پر وړاندې مناسب ګام پورته کړي.ځانګړې محکمې درې ځله پروېز مشرف له حاضرېدو استثنی ګرځولی و.ښاغلی مشرف څو اوونۍ وړاندې د محاکمې لپاره محکمې ته روان و، چې په لاره کې ناروغ شو او په راولپنډۍ کې پوځي روغتون ته ولېږدول شو.تر دې وړاندې د جنرال مشرف مدافع وکيل ويلي و، چې موکل يې د ځاني خطر له وېرې محکمې ته نه ورځي.راپورونه وايي پولیسو دوه ځله د ښاغلي مشرف د استوګنځي او محکمې ترمنځ د لارې په اوږدو کې چاودېدونکي توکي موندلي و.پروېز مشرف تورن دی، چې په ۲۰۰۷ کال کې يې له پوځي کودتا وروسته د پاکستان اساسي قانون ځنډولی و.په اساسي قانون کې د هغو کسانو لپاره د مرګ او عمري بند سزا ټاکل شوې، چې اساسي قانون ځنډوي.