زه مې د خپلو غرنیو حیواناتو کریغې اورم. زه مې د خپلو ویشتل شویو مرغانو شور ماشور اورم. زه په پردیو لاسونو د دوی د مریو د پرې کولو صحنې وینم.زه وینم چې حیوانات دښتو کې منډې وهي. خو هغوی پسې د لیوانو او پړانګانو ډله نه ده. هغوی پسې د چلتار په سر کسانو منډې دي.دا پردي ښکاریان زموږ په دښتو کې په ډیرې سپین سترګۍ زموږ حیوانات ولي.دوی د څو بې ضمیره اشخاصو په همکارۍ سرې سترګې ګرځي.
حیوانات ستړي ستړي دي. نور یې پښو کې د منډې توان نشته. نور بې سیکه شوي دي.
عرب ښکاریان،په دوربین لرونکيو ټوپکو سمبال دي.یو دم له اوږدې لمنې سره ګونډه ووهي،توره ګوته تورې ماشې ته نږدې شي. د ټوپک له خولې سره سکروټه ووځي. دا سکروټه زموږ د غرنیو حیواناتو بدن ته ورسیږي. څو ګډوډ ګامونه واخلي او نور په زمکه را ولویږي.
ښکاري بریتونو کې موسک شي. له جیبه پړکیدونکی چاقو را وباسي.د حیوان په مرۍ یې کیږدي. هغه سترګې وغړوي. په نا اشنا سړي یې سترګې ولګیږي. حیران شي. اخوا دیخوا وګوري او چې کله ځان بیڅوکه وویني، نو سترګې پټې کړي.
مرغان دا صحنه له هوا نه ویني. هغوی تږي دي. وږي دي او نور د وزرونو رپولو توان نلري، خو لاندې ویني چې پردیو ښکاریانو ورته د ټوپک میلې نیولي دي. یو دم ډز شي، د مرغه سر ځوړند شي، وزرونه یې را ټول شي او بیا زمکې ته را خوشې شي.د ښکاري مخې ته ولویږي. ښکاریان یو بل په اوږه وټپوي او بیا د ښایسته مرغه په مرۍ چاړه را کش کړي.
دا بیرحمانه ښکار له څه باندې یوې اونۍ راهیسې روان دی او شاید همداسې روان وي. ښکاریان ډله ډله خواره شوي دي. دوی هغو سیمو کې په ډاډه زړه ښکار کوي چیرته چې زموږ انجینران او معماران د وطن د ابادۍ لپاره نشي تللی. سرونه ترې غوڅیږي او بدنونه یې په ګولیو سوري سوري کیږي. خو پردیو ښکاریانو ته څوک څه نه وايي.
دوی هغو سیمو کې په ښکاره حیوانات او مرغان قتلوي چیرته چې شپه ورځ امنیتي ځواکونه خپلو مخالفانو پسې ګزمې کوي.
د تیلو په چینو مست عرب په دې دنیا ځانته جنتونه غواړي. کله د حسن په بازارونو کې سودا ګانې کوي او کله خپل هوس په ښکار پوره کوي. دوی په هر قیمت چې وي د خپل زړه خواهشات پوره کوي.دوی په دې دنیا ځانونه جنتیان کړي، هر څه ته یې چې زړه وشي او په خیال کې یې وګرځي، تر لاسه کوي یې . دا دی دوی اوس د خپل هوس د پوره کولو لپاره زموږ خاورې ته راغلي. دوی سره دومره لوی بخت دی چې زموږ په دوزخ وطن کې هم ځانته جنتونه جوړوي.
زما د بې وسه او بې سرپوښه وطن مخلوقه!
ستاسو چیغې هیڅوک نه اوري. ستاسو شور ماشور د چا غوږونو ته نه رسیږي.دلته د زورورو غوږونه کاڼه دي.دوی په خپل عیش او عشرت کې ډوب دي. دلته هغه غوږونه د مظلومیت نارې اوري چې پرته له اوښکو څڅولو نور هیڅ توان نلري.
خو تاسو خبر یاست؟ دلته ښکار یوه عادي خبره ده. د نښې ویشتلو لپاره یو ښه تمرین دی. دا تمرین یوازې پر تاسو نه، د دې وطن په هر مخلوق تر سره کیږي. دلته د نړۍ پرمختللې او نوې جوړیدونکې وسلې کارول کیږي. دلته د وژنو تمرینونه له اوږدو کلونو راهیسې روان دي. تاسو نه یې خبر؟ هیر مو شول؟ دلته د بریتانیا شهزاده هم د نښې ویشتلو تمرین وکړ. دلته د نړۍ د نورو ګڼو ملکونو ښکاریان هم ډله ډله ګرځي.
دلته ښکار، د ښکاري په ذوق پورې اړه لري. د پوښتنې څوک نشته. که د ښکاري خوښه وي نو ماشوم هم په نښه کوي، میرمنې هم په نښه کوي، ځوانان او بوډاګان هم . دلته یوازې د مرغانو او حیواناتو ښکار مباح نه دی، د انسانانو هم مباح دی. اوس زموږ وطن د ښکاریانو لپاره تر ټولو خوندي سیمه ده. دلته په ښکاریانو هیڅ ډول بندیز او محدودیت نشته.
له موږ نه د حضرت داود ع د زمانې کبان هم نیکبخته وو. د هغوی ښکار په اونۍ کې یوه ورځ (د شنبې ورځ )منع شوی و او سرغړونکیو ته خدای ج درنه سزا ورکړه. خو زموږ د نه ښکار لپاره یوه ورځ، حتی یو ساعت هم محدودیت نشته او نه مو قاتلان سزا ویني.
مرغانو او هوسیو! درد مو شریک دی. تاسو هم بیوسه یاست او موږ هم. راځئ، په ګډه یوه دعا وکړو او د زړه له تله ووایو چې:
یا الهي! نور زموږ د وطن د هر مخلوق وینې ته ارزښت ورکړه. یا الهي! نور د دې وینې رنګ کې دومره اغیز پیدا کړه، چې په لیدلو یې د ښکاریانو سترګې وبریښي، له هیبته پرې پرده راشي، داسې ډبله پرده چې بیا مو هیڅکله په نښه نشي کړای.
یا الهي! ژوند ستا له خوا یو نعمت ده. نور هیچا ته د ده توان مه ورکوه، چې دغه نعمت رانه ولوټي.
یا الهي!دا دعا مو همدا نن قبوله کړه. هسې نه سبا ته مو لاسونه بې دمه شي، څوک ترې وینه وزبیښي او بیا تاته د دعا لپاره د پورته کیدو توان ونلري.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
د مرغومي ۲۳مه،۱۳۹۲
(ګرداب ورځپاڼه)