کور / تازه خبرونه / ویسا: امریکا غواړي لمر په دوو ګوتو پټ کړي

ویسا: امریکا غواړي لمر په دوو ګوتو پټ کړي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب تر ډیره په افغانستان کې د امریکا تګ لارې او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون وروستیو پرمختګونو ته ځانګړي کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، بارک اوباما د افغانستان په اړه له خپلې تګ لارې ننګه کړې او ویلي یې دي چې په دې هېواد کې په خپلې ستراتیژي باور لري.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرت ګیټس د خپلو خاطراتو په کتاب کې لیکلي چې، بارک اوباما په افغانستان کې د ځان له لوري په تصویب شوې ستراتیژي باور لا لاسه ورکړی.

ویسا په خپله سرمقاله کې لیکلي، امریکایي چارواکي غواړي چې لمر په دوو ګوتو پټ کړي او د خپل هیواد د دفاع د پخواني وزیر په خبرو پرده واچوي.

یاده ورځپاڼه وړاندې لیکلي، افغان حکومت ولې د رابرت ګیټس د هغو څرګندونو په اړه چوپه خوله پاته دی چې ویلې یې دي ، امریکا غوښتل چې د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې ولسمشر حامد کرزی له سیاسي صحنې لرې کړي.

ورځپاڼه وایي، ډیر د افسوس ځای دی چې حکومت تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او ملي شورا هم خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

سرنوشت ورځپاڼې هم همدې موضوع ته په کتو د بارک اوباما دا خبره را اخیستې چې ویلي یي دي، دا مهمه ده چې موږ یوه درسته ستراتیژي ولرو، خو دا کار تل سخت او ستونزمن وو.

سرنوشت لیکلي، اوباما ویلي چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې په سختو شرایطو کې دنده ترسره کوي او دی باور پرې لري.

محور ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په کابل د امریکا د سفارت مرستیال هغه څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي، د امریکا حکومت د امنیتي سند په تړاو د افغانستان ټولې غوښتنې منلي دي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا دسفارت مرستیال هرات ولایت ته په خپل سفر کې ددې ولایت محلي چارواکو ته دا خبرې کړي او دا یې ددې سند په اړه یو نوی باب بللی.

اطلاعات ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې لیکلي، افغان سناتوران د حزب اسلامي په وروستیو څرګندونو شک لري.

ورځپاڼې د ځینو سناتورانو په حواله لیکي، دوی د سولې لپاره د هر شنه څراغ هر کلی کوی خو زیاتوي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي باید ثابته کړي چې په عمل کې د سیاست او سولې پلویان دي.

اطلاعات لیکي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خپلو پلویانو ته ویلي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي، خو ځینې افغان سناتوران وایي، ترڅو چې حزب اسلامي د بهرنیو کړیو له منګولو را ونه وځي، په دې خبرو یې باید باور ونه شي.